د لاسرسي ځای

تازه خبر

بولټن: له روس سره د کرایمیا پیوستول نه منو


جان بولټن
جان بولټن

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي، له روسیې سره د کرایمیا د ناقانونه پیوستون په باب یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

جان بولټن وايي، د روسیې ولسمشر ته‌ یې ویلي چې د اوکراین په سر ورسره موافق نه ‎دی.

هغه دا خبره په دوشنبه «سي بي اېس» ټېلویژن ته وکړه.

جان بولټن چې د جون په ۲۷مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دا هم وویل چې امریکا د روسیې له خاورې سره د کرایمیا نښولو مخالفه ده.

د امریکا ملي امنیت سلاکار بولټن له روسیې سره د کریمیا د خاورې د یوځای کېدو پر سر د امریکا د مخالفت د ختمولو احتمال رد کړ او و یې‌ ویل چې دا د امریکا دریځ نه ‎دی.

هغه وویل، ولسمشر ټرمپ په بېلابېلو مسایلو له پوتین سره خبرې کوي او دا په ‎دې مانا ده چې هغه غواړي د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

بولټون زیاته کړه:

"ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې هغه به د اوکراین او سوریې په څېر په مسایلو بحث وکړي او نور ټول هغه مسایل چې زموږ «امریکا او روسیې» ترمنځ دي. زه فکر کوم د ولسمشر په باور دا ډېره مهمه ده ځکه دا یو فُرصت ورکوي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین وارزوي او وګوري چې په کومو مسایلو موږ سره پرمختګ کولای شو او په کومو یې نه‎شو کولای."

تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د فنلند په مرکز هلسینکي کې د جولای په ۱۶مه وګوري.

ټرمپ وړمه ورځ د روسیې له خاورې سره د کریمیا د الحاق له رسمي پېژندنې ډډه وکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ
ولسمشر ډونالد ټرمپ

کله چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ نه په ایر فورس ون یا د هغه په خاصه الوتکه کې وپوښتل شول چې د کریمیا د مسئلې په اړه د امریکا له اوږدمهالي مخالفت څخه به په شا شي ویې‌ویل چې وبه ګوري.

ټرمپ دې پوښتنې ته هم ورته ځواب ورکړ چې ایا د کریمیا د الحاق په خاطر په روسیې د لګېدلو بندیزونو په لیرې کولو فکر کوي که څنګه؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وړمه ورځ یعنې شنبه وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې پر روسیې د امریکا د بندیزونو مسئله نه‌مطرح کوي.

هغه دا هم وویل چې که امریکا دا بندیزونه لیرې کړي روسیه به ترې خوښه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د دغه هېواد په انتخاباتو کې د روسیې د لاس‎وهنو د تورونو او هم د روسیې له خاورې سره د کریمیا د یوځای کېدو په خاطر په روسیې یو شمېر بندیزونه لګولي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د سړېدو عوامل یادېږي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG