د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایران بندیزونه نافذ، اته هېوادونه ترې عارضي تېل اخیستی شي


د امریکا دفاع وزیر مایک پامپیو او د خزانې وزیر سټیون منوچین پر ایران د بندیزونو لګولو لپاره خبري غونډې ته وینا کوي. ۵ نومبر، ۲۰۱۸
د امریکا دفاع وزیر مایک پامپیو او د خزانې وزیر سټیون منوچین پر ایران د بندیزونو لګولو لپاره خبري غونډې ته وینا کوي. ۵ نومبر، ۲۰۱۸

پر ايران د امریکا تازه بنديزونه چې ولسمشر ټرمپ ترټولو سخت بللي پلي شوي دي. بنديزونه د ايران انرژۍ، سمندري بېړيو، د بېړۍ جوړونې صنعتونو او د مالي څانګې پرضد دي.

په داسي حال کې چې بنديزونه د نومبر د پنځمې سهار وختي پلي شول د امريکا چارواکو يې په سمدستي توګه رسمي اعلان ونکړ.

دا د واشنګټن د هغو هڅو برخه ده چې پر ايران فشار زيات کړي چې خپله رويه بدله کړي او په سيمه کې خپلې هغې سرګرميانې ختمي کړي چې امريکا يې شيطاني يا تاوان رسونکې کړنې بولي.

واشنګټن وايي، د اټومي تړون شرطونه چې له مخې یې پر ایران د اټومي بوخیتاو محدودولو په بدل کې اقتصادي بندیزونه نرم کړل شوي ول، دومره سخت نه ول چې ایران د اټومي وسلو له جوړولو راوګرځوي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې سهار وختي په سرکاري ټيليويزن د وينا پرمهال وويل، ايران به د تېلو خرڅلاو جاري و ساتي او بنديزونه به ماتوي.

تر دې څو ساعته وړاندې ولسمشر ټرمپ ويلي وو، دا پر ايران تراوسه پورې په لګېدونکيو بنديزونو کې ترټولو سخت دي.

د تېلو اته اخیستونکي ازاد

د امریکا خزانې څانګې په یوه بیان کې ویلي چې پر ایران د نویو بندیزونو له مخې دوه سوه کسان او د ایران بېړیو شرکتونه او د انرژۍ سېکټرونه او ورسره د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان او تر هغه لاندې ۲۳ شرکتونه او ورسره تړلي اشخاص او ۵۰ ایراني بانکونه او تر هغو لاندې ادارې په نښه کړل شوي دي.

سپینې ماڼۍ ایراني تېل اخیستونکي ګواښلي چې د دغه هېواد پر تېلو تکیه صفر ته راورسوي ګنې د امریکا ناغو ته مخامخ کړل شي. امریکا اته هېوادونه تر ۱۸۰ورځو پورې د ایران تېل اخیستو ته پرېښي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مار پامپیو د هغه اتو هېوادنو نومونه په ډاګه کړل چې له ایرانه تېل اخیستو ته پرېښودل شوي دي، په هغوی کې چین، هند، جنوبي کوریا، ترکي، اټلي، یونان، جاپان او تایوان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG