د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني خبریالان پر رسنیو فشار غلې کودتا بولي


که یوخوا په پاکستان کې پارلېماني ټاکنې را لنډېدو دي نو ورسره جوخت په دغه هېواد کې پر خپلواکو رسنیو فشارونه په زیاتېدو دي.

یوشمېر پاکستاني ژورنالېستان، بلاګران او هغه فعالان چې د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو لکه ټوېټر او فېسبوک زیات فعالیت کوي، وايي تر زیاتېدونکي سانسور لاندې دي او د مالي جرمانو او ان د برمته کېدو په څېر ګواښونه ورته کېږي.

یوشمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ادعا کوي چې پر مطبوعاتو د فشار له زیاتېدو سره د پاکستان پوځ د غلې کودتا ننداره کوي.

په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه نېټه پارلماني انتخابات کېږي.

د یو شمېر رسنیو د مسؤلانو په وینا، د پاکستان پوځي او امنیتي ادارې د خبریالانو د غلي کولو منظم کمپاین پېل کړی دی.

هغه ژورنالېستان چې د فشارونو په وړاندې مقاومت کوي، په نښه کېږي او د هغوی ادارې تر مالي فشار لاندې راځي یا جریمه کېږي.

په پاکستان کې د ژورنالېستانو د فدرالي اتحادیې مشر افضل بټ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي:

"موږ هېڅ‎کله داسې سانسور چې اوس ورسره مخامخ یو، نه و تجربه کړی."

پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره په ډېرو خطرناکو هېوادونو کې ګڼل کېږي.

خو د خبریالانو په وینا، د را روانو انتخاباتو په درشل کې تازه فشارونه او سانسور ساری نه‎لري.

د اسوشیټېډ پرېس په حواله، د پاکستان د پوځ ویاند د روانې میاشتې په پېل کې په اسلام‎اباد کې د پاکستان امنیت ته او حکومت ته د ګواښونو په اړه د خبرو په وخت، یو ګرافیک چارټ ښکاره کړ چې پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر فعالانو او د خبریالانو عکسونه په‎کې لګېدلي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي و چې په چارت کې د هغو خبریالانو او فعالانو عکسونه دي چې د حکومت پر پرېکړو انتقادونه کوي یا هغه انتقادي پوسټونه خوښوي چې خلک یې د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو خپروي.

د پاکستان د وخت نیوز ټلوېزیون د «اپنا اپنا ګرېبان» پروګرام کوربه مطیع‎الله جان په هغو کسانو کې و چې د پاکستان د پوځ د ویاند په چارت کې یې عکس و.

مطیع الله جان له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل:

"زه د دې لپاره چې پر ټوېټر مې د انتخاباتو په درشل کې د امنیتي ادارو پر زیات فعالېدو انتقادونه کول، ما همدا راز په سیاسي چارو کې د امنیتي ادارو د مداخلې په اړه انتقادونه کول، نو له دې امله یې زما نوم خپور کړی دی. زما په باور، پوځ په‎دې ډول له ما د نارضایتي څرګندونه وکړه."

په هالنډ کې مېشت پاکستايی بلاګر احمد وقاص ګورایا ویلي چې پر فعالانو او رسنیو د پاکستان د استخباراتي او امنیتي ادارو فشار یوازې د پاکستان په جغرافیا پورې نه‎دی محدود.

احمد وقاص ګورایا ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان چې ځانونه یې د پاکستان د استخباراتو د ادارې «ای.اېس.ای» استازي معرفي کړي وو، په پاکستان کې د هغه کورنۍ ته خبرداری ورکړی دی.

احمد وقاص ګورایا وايي:

"هغوی ویلي و چې د «ای.اېس.ای» سره تعلق لري او زما مور او پلار ته یي ویلي و چې وقاص ته ووایه چې تر انتخاباتو مخکې چُپ شه. خو زه حالاتو ته ګورم اوپر ټوېټر یې لیکم. زه لیکم چې دا نه شو منلای چې د پاکستان هېڅ یوه اداره هم موږ ته ووايي چې چا ته رأیه ورکړو."

څه موده مخکې، په پاکستان کې یوه فعاله ګل بخاري وتښتول شوه او د څو ساعتونو لپاره لادرکه وه.

د هغې په ملاتړ پر ټوېټر او فېسبوک زورور کمپاینونه وشول او د لادرکۍ پړه یې د پاکستان پر پوځي تشکیلاتو واچول شوه.

خو وروسته پوځ وویل چې په‎دې مسئله کې لاس نه‎لري او ګل بخاري خوشې شوه.

په اسلام‎اباد کې یو شمېر بهرني ډیپلوماټان هم اندېښنې لري.

یوه ډیپلوماټ چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې له فرانس پرېس اژانس سره خبرې کړې، ویلي چې په پاکستان کې په زغرده د رسنیو د غلي کولو لپاره کلکې هڅې کېږي.

XS
SM
MD
LG