د لاسرسي ځای

تازه خبر

سزا به څوک ټاکي؟ عدالت که مظاهره کوونکي؟


د تحریک لبیک په نوم د سختدریځ اسلامي سیاسي ګوند مشر خادم حسین رضوي
د تحریک لبیک په نوم د سختدریځ اسلامي سیاسي ګوند مشر خادم حسین رضوي

پراګ ـ په پاکستان کې کارپوهان وايي له حکومت سره بې له دې بله لاره نه وه چې د سختدریځې ډلې تحریک لبیک پاکستان د مظاهرو د ختمولو لپاره له هغوی سره تړون لاس لیک کړي خو د دوی په وینا حکومت دې خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د ریاست پرېکړې وننګوي.

د مذهبي سخت دریځې ډلې تحریک لبېک پاکستان په غږ دغو مظاهرو درې ورځې دوام وکړ او د تېرې جمعې په ورځ له حکومت سره د یوې لوظنامې په لاسلیکولو یې پای ته ورسولې.

په دغه لوظنامه کې حکومت منلې چې دوی به د ۵۴ کلنې اسیه بي بي د خوشې کېدو فېصلې ته بیا کتنه کوي.

د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر پر ۳۱مه د اسیه بي بي د مرګ سزا ختمه کړه او د هغې د خوشې کېدو فېصله یې واوروله.

د دغو مظاهرو پر مهال ولسي خلکو ته په زیاته پیمانه مالي تاوانونه ورسېدل. پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښودل کېږي چې مظاهره چیان په لارو او کوڅو کې د خلکو ګاډو ته اور ورته کوي او په یو شمېر سیمو کې د تشدد بېلا بېلې پېښې هم مخې ته راغلې دي.

خبریال افتخار فردوس وایي، هغه نه پوهېږي چې حکومت به څنګه د دغه معاهدې مرسته کوي؟

(( عمران د وزیراعظم په حېث په لومړنۍ وېنا کې چې څه ویلي وو، دا معاهده د هغې بلکل برعکس ده، دغو مظاهره کونکیو خلکو ته تاوانونه ورسول، نو دا د ولس د جذباتو ترجماني نه کوي. داسې هم راپورونه دي چې دغه مظاهرې ځنډول شوي دي او امکان لري چې بیا پېل شي))

خبریال عامر رانا وایي دا وخت له حکومت سره بله لار نه وه خو باید په اینده کې یوې ډلې ته هم دا اجازه ورنکړل شي چې د هېواد ټولې چارې د خپلو غوښتنو لپاره په زور ودروي او ریاست ورته ګوري:

((موږ دا ویلی شو چې په پرامنه توګه د دې مسئلې د هوارۍ لپاره له حکومت سره کمې لارې وې،که چېرې دا معاهده نه وای شوې نو بیا د طاقت استعمال هم کېدای شو، خو باید حکومت توندروه ډلو ته اجازه ورنکړي چې داسې حالات بیا جوړ شي او په انتظامي او سیاسي لارو د دې مسئلې حل راوباسي او په پرامنه توګه یې حل کړي.))

خبریال امتیاز عالم مشال راډیو ته وویل، که چېرې ځینې ډلې غواړي چې یو تن ته د دوی په خوښه سزا ورکړل شي نو بیا دې حکومت د دې خبرې فېصله وکړي چې عدالتونه به سزاګانې ورکوي او که نه قهرجن مظاچیان به دا کار کوي؟

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر سرفراز وایي، له معاهدې دا ښکارېږي چې ریاستي ادارو یو ځل بیا د یوې داسې ډلې غوښتنې ومنلې چې عام ولس ته یې په خپل احتجاج کې تاوانونه ورسول. نوموړی وايي،له دغې ډلې نه يې د ولس د تاوانونو هېڅ پوښتنه ونه کړه؟

د پاکستان د حکومت او تحریک لبېک ترمنځ په معاهده کې دغې ډلې ویلي چې که د دوی له وجې چاته تاوان او یا تکلیف رسېدلی وی نو دوی بخښنه غواړي.

XS
SM
MD
LG