د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر امنیتي ځواکونه وايي ۱۹ وسله‌وال‌ يې وژلي


د مصر امنیتي ځواکونه وايي، هغه ۱۹ وسله‌وال‌ يې په یکشنبه وژلي دي چې ګمان کېږي د نومبر پر دوهمه نېټه یې پر مصريو قبطیانو برید کړی و.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وویل، دا وسله‌وال‌يې په المینیا ولایت کې چېرته چې پر قبطیانو برید شوی و، په نښه کړي دي.

د نومبر په دوهمه نېټه پر قبطي زیارت کوونکو د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.

داعش ډلې پرته له دې چې جزئیات ورکړي، د دغې حملې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

قبطیان د مصر د نفوس شااوخوا ۱۰ په سلو کې برخه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG