د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي چې د یوې اوونۍ په موده کې د تېر سیسټم څخه په استفادې سلګونه مټریک ټنه مڼې پاکستان ته برامد شوې دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې یوې وېډیو کې راغلي چې په دغو مڼو کې تر ډېره د میدان وردګو ولایت مڼې شاملې دي.
د مڼو په برامداتو کې د ډېروالي دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د میدان وردګو د کرنې رئیس ولید احمد تسل په یکشنبه ازادي راډیو ته ویلي چې سږ کال د دغه ولایت د مڼو بر (حاصلات) له ۹۰ زره ټنو اوړي.
خو له دې وړاندې وړمه اوونۍ ځينو سوداګرو شکایت درلود چې د مڼو له ډېروالي سره سره پاکستان هغه هېواد ته د دوی د مڼو برامدات نه پرېږدي او په تورخم کې يې درولي دي.
د افغانستان کرنې وزارت وايي چې دا بندیز یوازې په هغو سوداګرو لګېدلی چې د نورو هېوادونو مڼې د افغانستان له نومه په استفادې پاکستان ته برامدوي.