د لاسرسي ځای

تازه خبر

''له تحریک لبیک سره حکومتي تړون غندو''


په اسلام اباد کې د یوې تندلارې مذهبې ډلې اهل سنت ول جماعت یوه ملاتړي د پاکستان سپریم کورټ د هغې پرېکړې پرضد په یوه احتجاجي لریون کې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي یو تصویر نیولی چې د مذهبي سپکاوي له توره یې سپینه وګرځوله. د نومبر ۲مه، ۲۰۱۸ز کال
په اسلام اباد کې د یوې تندلارې مذهبې ډلې اهل سنت ول جماعت یوه ملاتړي د پاکستان سپریم کورټ د هغې پرېکړې پرضد په یوه احتجاجي لریون کې د عیسوۍ مېرمنې اسیه بي بي یو تصویر نیولی چې د مذهبي سپکاوي له توره یې سپینه وګرځوله. د نومبر ۲مه، ۲۰۱۸ز کال

د پاکستان بشري حقونو سازمان د حکومت او تحريک لبيک ترمنځ د شوي تړون غندنه کړې ده.

د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه د سپريم کورټ له خوا د مذهب توهين په تور کې د مرګ تر سزا لاندې زندانۍ اسيه بي بي د بېګناه ګرځولو وروسته تحریک لبيک د دې فيصلې پرضد درې ورځې په ټول پاکستان کې له تشدد ډکې مظاهرې وکړې.

وروسته د اسلام اباد حکومت له تحريک لبيک سره تړون کولو ته اړ شو او حکومت ومنله چې اسيه بی بي به له هېواده وتو کنټرول لېسټ ته اچوي او که تحريک لبيک د مقدمې بيا کتنې لپاره سپريم کورټ ته درخواست ورکړ نو حکومت به پرې اعتراض نه کوي.

خو هيومن رايټس کميشن اف پاکستان په یکشنبه په خپل یوه بيان کې خپګان ښودلی چې حکومت د رياستي عملدارۍ په نافذولو او د قانون واکمنۍ برم ساتلو کې ناکامه شوی دی.

بيان زياتوي چې سازمان سخت اندېښمن دی چې حکومت په زغرده د انتهاپسندانو په مشرۍ د هجوم غوښتنو ته تسليم شو. خو د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري په یکشبنه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وويل چې حکومت به په تشدد کې ښکېل کسان پرېنږدي. هغه د تړون په دفاع کې وويل چې حکومت د کړکېچنو حالاتو د ارامولو لپاره د حکمت عملۍ په توګه تړون وکړ.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG