د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیه بي بي کورنۍ په بهر کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې


اسيه نورين چې په اسيه بي بي شهرت لري
اسيه نورين چې په اسيه بي بي شهرت لري

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي له توره پاکه شوې اسيه بي یي خاوند عاشق مسيح له برتانيي، امريکا او کېنېډا د سر پناه درخواست کړی او ويلي يې دي چې د حکومت او تحريک لبيک ترمنځ معاهدې وروسته د ده کورنۍ غړو ژوند په خطر کې دی.

عاشق مسيح پرون د نومبر په ۳مه په يو ويډيو پيغام کې چې د برتانيه مطبوعاتو راخیستی، ويلي دي د خپل کورنۍ غړو سلامتيا په اړه ډير زيات اندښمن دي. همداراز نوموړي د جرمني ډايچه ويلي راډيو سره په مرکه کې ويلي چې د حکومت او تحريک لبېک ترمنځ شوې معاهدې دوی ته امنيتي ستونزې جوړې کړې دي.

آسيه نورين چې په آسيه بي بي شهرت لري، په ۲۰۰۹ کال کې د خپل ګاونډي له خوا د مذهب په سپکاوي تورنه شوه. په ۲۰۱۴ کال کې ورته عدالت د مرګ سزا واورول خو سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱مه وويل چې په دې اړه کافي ثبوتونه نشته نو ځکه بايد له جېله خوشې شي.

مظاهرې او معاهده

تر دې وروسته د تحريک لبېک پاکستان او ځينو نورو ډولو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې پېل کړي او له حکومته يې وغوښتل چې اسيه بي بي پرېنږدي. حکومت د مظاهرو ختمولو لپاره يوه معاهده وکړه چې پکې د دغو مذهبي ډولو سره وعده شوې چې د اسيه بي بي نوم به د هغو کسانو په ليست کې د اچولو لپاره قانوني کاروايي کوي چې له ملک څخه بهر پرې د تګ بندېز وي.

په لوظنامه کې راغلي چې د اسيې بي بي مقدمې ته د بيا کتنې غوښتنه په سپريم کورټ جمع کړل شوې ده او پر دې باندې به حکومت څه ډول اعتراض نه کوي. په دي لوظنامه کېدا هم ويل شوې چې په ټول هېواد کې ګرفتار شوي مظاهرچيان به خوشي کړل شي.

د بشري حقونو لپاره کار کوونکو او مدني فعالانو پر دې لوظنامې سختې نيوکې کړې دي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري د خالي په ورځ بي بي سي سره په خبرو کې د دې معاهدې دفاع کړي او ويلي يې دي چې دا يو عارضي ګام و او د دي مستقل حل راويستو لپاره کار کوي. د هغه په خبره د سختدريځۍ پرضد ګامونه او د قهرجنو او له تشدد ډکو مظاهره چيانو پرضد کاروايي کولو ته اړتيا ده.

په همدې حال کې د اسيه بي بي وکيل ايډوکيټ سیف الملوک د خالي په ورځ له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه وتلی دی. سيف الملوک له هېواده وتلو مخکې اي ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې په موجوده حالاتو کې په پاکستان کې پاتې کيدل ممکن نه دي.

بلخوا د پاکستان ډان او دې نېوز ورځپاڼو د نومبر په ۴مه خبر ورکړي چې د تحريک لبيک مشر خادم رضوي په ګډون ۵۰۰ مظاهرچيانو پرضد مقدمې درج کړل شوی دي خو حکومتي چارواکو په دي اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG