د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تشدد کوونکیو خلاف پرچې کټ شوي


اسلام اباد - د پاکستان پولیسو د اتوار پر ورځ د هغو سلګونو کسانو خلاف پرچې کټ کړي چې د اسیه بي بي د خوشې کېدو خلاف د ترسره شویو مظاهرو پر مهال یې له تشدده کار اخېستی دی.

پر دغو کسانو تورونه دي چې تاوتریخوالي کې یې لاس درلود، د خلکو ګاډو، کورونو او دوکانونو ته یې زیانونه رسولي دي.

د مذهبي سخت دریځې ډلې تحریک لبېک پاکستان په غږ دغو مظاهرو درې ورځې دوام وکړ او د تېرې جمعې په ورځ له حکومت سره د یوې لوظنامې په لاسلیکولو یې پای ته ورسولې.

په دغه لوظنامه کې حکومت منلې چې دوی به د ۵۴ کلنې اسیه بي بي د خوشې کېدو فېصلې ته بیا کتنه کوي.

د پاکستان سپریم کورټ د اکتوبر پر ۳۱مه د اسیه بي بي د مرګ سزا ختمه کړه او د هغې د خوشې کېدو فېصله یې واوروله.

د پاکستان داخله وزارت د خالي پر ورځ په یو بیان کې ویلي چې د هغو ټولو کسانو خلاف به کېسونه درجوي چې عامو خلکو ته یي تاوانونه رسولي دي.

د پنجاب پولیس وایي، دوی د زرو کسانو خلاف پرچې کټ کړې دي. بلخوا د اسلام اباد پولیس وایي عامو خلکو او د دوی املاکو ته د تاوان رسولو په تور یي د ۲۵۰ کسانو خلاف کېسونه درج کړي دي.

XS
SM
MD
LG