د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف: پاکستان دې د ترهګرۍ ضد کوټلی پلان راوړي


فايننشل ايکشن ټاسک فورس نومې نړيوالې ادارې پاکستان ته د راتلونکې جون مياشتې پورې وخت ورکړی چې د هغه هېواد پر خاوره د فعالو ترهګرو ډلو د مالي مرستو بندولو په هدف يو کوټلی پلان مخ ته راوړي.

دې ادارې، چې د نړيوالو ترهګرو مالي سرچينې او د تورو پيسو د سپينولو چارې څاري، زياته کړې چې که پاکستان د پلان جوړولو په کار کې ناکامه شو نو نوم به يې په خپل تور لېسټ کې شامل کړي.

د فايننشل ايکشن ټاسک فورس په تور لېسټ کې د پاکستان د نوم شاملولو وړانديز امريکا کړی وو، چې برتانيا، فرانسې او جرمني يې ملاتړ وکړ.

تېره اوونۍ په پاريس کې د ياد سازمان په غونډه کې دا خبره مخ ته راغله چې پاکستان بايد د هغو هېوادونو په لېسټ کې واچول شي چې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو په چارو کې ناکامه شوي دي.

دې ادارې البته د تېرې جمعې ورځې تر غونډې وروسته وويل، په لېسټ کې د پاکستان د نوم شاملولو پرېکړه لا هم نه کوي، او دا چې هغه هېواد ته د راتلونکې جون مياشتې پورې وخت ورکوي چې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو بندولو لپاره يوه پلان جوړ او له دوی سره شريک کړي.

د نړۍ ۳۷ هېوادونه د فايننشل ايکشن ټاسک فورس نومي سازمان غړي دي.

خو نړيوال ولې اړ شول چې په ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان پر کردار نيوکې او ترې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ او پخوانی سينيټر، افراسياب خټک وايي، تر هغې چې پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد ريښتوني ګامونه نه وي پورته کړي، د نړيوالو قناعت تر لاسه کول به ورته ګرانه شي.

''دلته داسې سازمانونه فعاليت کوي چې ملګرو ملتونو پرې بنديزونه لګولي دي. ځينې خو بيا هغه دي چې پاکستان هم تر بنديز لاندې راوستي، خو دغه پابندۍ موثره نه دي. پر پاکستان شک کيږي چې په هغه هېواد کې ترهګرې ډلې فعاله دي او هغوی خپله مالي راکړه ورکړه د پاکستاني بانکونو له لارې کوي. نو د پاکستان لپاره اوس هم ښه لاره دا ده چې پر خپله خاوره د ترهګر تنظيمونه سرګرمۍ بندې کړي، خو چې په ريښتيا يې بندې کړي.''

د فايننشل ايکشن ټاسک فورس په تور لېسټ کې د پاکستان د نوم شاملولو وړانديز امريکا کړی وو، چې برتانيا، فرانسې او جرمني يې ملاتړ وکړ.

د ياد سازمان د پاريس په غونډه کې د چين، سعودي عرب او ترکيې چارواکو هم د خليج همکارۍ کونسل په استازيتوب ګډون وکړ.

دوی په تور لېسټ کې د پاکستان د شاملولو مخالفت وکړ، خو د امريکا د فشار په نتيجه کې سعودي له خپل سخت موقفه په شا شو.

په رپورټونه کې د چارواکو په حواله ويل شوي، چين هم پاکستان ته ويلي چې په دغه برخه کې خپل مخالفت تر ډېره پر ځای نه شي ساتلی.

سياستوال او شنونکی افراسياب خټک وايي، د پاکستان ستونزه دا ده چې ولسي حکومت يې د پالېسيو جوړولو او پر مهمو مسالو د پرېکړو په چارو کې بااختياره نه دی.

''که د نيشنل ايکشن پلان خبره وکړو، نو دا خو خپله په پاکستان کې خلک کېناستل او پرېکړه يې وکړه چې هغو تنطيمونو ته به د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي چې تر بنديزونو لاندې دي. خو پر دغه پرېکړه عمل و نه شو. مشکل دا دی چې د پاکستان سياسي حکومت په ډېرو خبرو کې بې اختياره دی. دا مساله خو په کلونو کې حل نه شوه، نو زه نه شم ويلی چې په درېو مياشتو کې به ورته يوه حل ګواکې پيدا شي. مالي او د نړيوالو قوانيو مسالې پر خپل ځای، خو زما په فکر، د پاکستان رياست د ترهګرۍ ستونزې د حل لپاره سياسي عزم نه لري.''

پاکستان د نړيوالو د اعتراضونو په ځواب کې وايي چې د وسله والو پر ضد بې توپیره عمليات کوي او دا چې په دغه کار کې يې تر بل هر هېواد زياتې قربانۍ ورکړې دي.

پاکستان د فايننشل ايکشن ټاسک فورس د پاريس تر غونډې مخکې د ترهګرۍ ضد ځينې قوانين هم جوړ کړل، خو د رپورټونو تر مخه، د دغو هڅو له لارې يې د يادې نړيوالې ادارې قناعت ترلاسه نه کړ.

رپورټونه زياتوي، که پاکستان تر راتلونکې جون مياشتې پورې فايننشل ايکشن ټاسک فورس ته د وسله والو ډلو د مالي مرستو بندولو په هدف يوه عملي تګلاره وړاندې نه کړي، او يا هم پلان يې د منلو وړ و نه بلل شو، نو پاکستان به هم د شمالي کوريا او ايران په څېر په تور لېسټ کې شامل شی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG