د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ګونتانامو زندان پنځه پخواني بندیان د قطر سیاسي دفتر برخه کړل


وسله والو طالبانو خپل هغه پنځه غړي د قطر په سیاسي دفتر کې شامل کړي دي چې د افغانستان سولې په راتلونکیو ممکنه خبرو اترو کې به برخه ولري. دغو کسانو د امریکا په ګونتانامو زندان کې تر یوې لسیزې زیاته موده ه بند کې تېر کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله د اکتوبر پر ۳۱مه ویلي چې دا کسان محمد فضل، محمد نبي، خیرالله خیرخوا، عبدالحق واصق او نورالله نوري نومېږي. دوی په ۲۰۱۴م کال کې له طالبانو سره د بندي امریکايي سارجنټ بو برګدال په بدل کې له ګونتانامو زندانه خوشې کړل شوي ول.

دوی له هغه راهیسې په قطر کې مېشت ول او هېڅ سیاسي فعالیت یې نه درلود خو له دې پس که چېرې په افغانستان کې د سولې لپاره په راتلونکې کې خبرې کېږي نو دا پنځه کسان به پکې برخه اخلي.

د طالبانو دا اعلان په داسې وخت کې دی چې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG