د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند احتجاج: پولیس تاڼې به د ولس په خوښه جوړېږي


مومند احتجاج: فاټا کې به پولیس تاڼې د ولس په خوښه جوړېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

مومند کې د تاڼو پرضد د احتجاج ویډیو

په پنجشنبه په مومندو کې ملکانو او مشرانو هلته د سرکار لخوا د تاڼو جوړولو او سیمې ته د مردان پولیسو مشر محمد علي ګنډه پور د ورتلو پرضد احتجاج کړی او تر مازیګره یې پېښور او کراچۍ ته تلونکې لویه لار تړلې وه.

د اکتوبر ۲۶مې نېټې په ورځ د میاغونډۍ بازار په جوماتونو کې اعلانونه وشول چې ټول وګړي دې د چاندې بازار ته راشي او د ټاڼو پرضد د ملکانو رابلل شوې احتجاجي جرګه کې دې ګډون وکړي.

په مومندو کې د احتجاجیانو وینا وه چې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پر مهال هم ورڅخه پوښتنه نه وه شوې او اوس د پولیسو نظام په اړه هم ورسره مشوره نه کېږي.

په میامنډۍ کې احتجاجیانو ته په وینا کې ملکانو وویل، د حکومت پرضد نه دي خو د پولیس تاڼو پر وړاندې به مظاهرو ته دوام ورکوي. د دوی وینا وه دلته به سرکار د ځايي ولس په خوښه تاڼې راغځوي. د ولس رایه به اخلي چې هغوی تاڼې غواړي که نه.

په دغه احتجاجي ناسته کې د ځايي مشرانو وینا وه که سرکار تاڼې راغځوي نو له ځاييدود او جرګې سره به په ټکر کې نه وي.

په چانده کې د دغه احتجاجي جرګې برخه وال هغه ملکان ول چې تر دې وړاندې یې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا ګډون مخالفت کړی وو.

نادر خان کوډاخېل احتجاجیانو ته په خپله وینا کې وویل، دلته له وړاندې پلی نظام ډېر سم روان دی، په دې کې امن دی. د نوموړي وینا وه چې په ټوله فاټا کې دومره کېسونه نه شته لکه د پاکستان په یوه تاڼه کې چې وي.

یوه بل ویناوال زیارتګل وویل دوی د سرکار خلاف نه دي خو د تاڼو پرضد به یې احتجاج جاري وي. د نوموړي په وینا چې دلته د وسله والو پروړاندې سرښندنې دوی کړې او سرکار باید دوی وغږوي.

(دا ډي ای جي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ز کال کې چېرته وو چې نن راځي. موږ مشران یې پرې مړه کړو، موږ یې تباه کړو. زموږ کلي بانډې او کورونه یې وران کړل. موږ ته دلته حکومت شته دی، موږ منلی دی، موږ ته دلته پوځ شته دی، خاصه دار لېویز شته دی، موږ منلی دی. دا خاصه دار لېویز موږ ته پولیس دی، موږ ته د نورو خلکو د راتګ ضرورت نه شته.)

دوی وویل، په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پر مهال هم ورڅخه پوښتنه نه وه شوې او اوس د پولیسو نظام په اړه هم ورسره مشوره نه کېږي. ملکانو له انتظامیې او اېف سي ځواک سره تر خبرو وروسته پېښور ته تلونکې لار بیا پرانیسته خو د دوشنبې یا ګل پر ورځ یې د تاڼو پر موضوع د جرګې کولو اعلان وکړ.

د روان ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو. ۲۵ اییني ترمیمي بل د ۲۰۱۸ ز کال د مې میاشتې پر ۲۴ مه نېټه له قامي اسمبلۍ او د مې میاشتې پر ۲۵ نېټه له سېنېټه، د مې میاشتې پر ۳۰مه نېټه له خېبر پښتونخوا اسمبلۍمنظور کړل شو او د مې میاشتې پر ۳۱مه نېټه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر ممنون حسېن د قبايلي سيمو لپاره د اېف سي ار پر ځای د فاټا انټېرم ګورننس رېګولېشن په نامه د حکومتدارۍ يو عبوري قانون نافذ کړ.

خو جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډله او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دې قانون مخالفت کوي او دريځ لري چې بايد په دې اړه د قبايلي سيمو د خلکو د نظر مالوملو لپاره رېفرنډم وشي.

بلخوا د قبايلي سيمو ولس اوس هم شکايت کوي چې هلته له دوی سره د اېف سي ار قانون له مخې چلند کېږي او فاټا اصلاحات د ځنډ ښکار دي.

د پاکستان قبایلي سیمې چې تر دې قانون مخکې د وفاقي حکومت لخوا اداره کېدلې اووه اجنسۍ لري چې پکې باجوړ، خېبر، مومند، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان،اورکزی او کورمه راځي.

XS
SM
MD
LG