د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د امريکايي جنرال سره پر سولې او امنيت خبرې کړې دي


د افغانستان ولسمشر د امريکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر سره د سولې پر مذاکراتو، د افغان ځواکونو پر لا زیاتو قوي کولو او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

محمد اشرف غني پرون په ارګ کې له جنرال جوزيف ووټل سره په امنيتي او دفاعي ادارو کې پر اصلاحاتو او د جنوبي ایشیا لپاره د امريکا د سټراټیجۍ پر اغېز هم بحث وکړ.

تېره ورځ ناوخته د ارګ په اعلاميه کې ويل شوي چې جنرال ووټل په بريالۍ توګه د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو له کبله ولسمشر ته مبارکي ويلې ده. د اعلاميې ترمخه جنرال ووټل ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې امريکا به د نړيوال ستراتيژيک اتحادي په توګه له افغان حکومت او افغانانو سره مل وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG