د لاسرسي ځای

تازه خبر

رباني: افغانستان نړیوالې ټولنې ته یوه ژمنه پرځای کړه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدل نړیوالې ټولنې ته د اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان یوه ژمنه پر ځای کړه.

صلاح‌الدین رباني دا خبره پرون په کابل کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو ته په هغه غونډه کې وکړه چې د ژینو د کنفرانس د تیاریو په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي زیاته کړه:

"زه خوښ یم چې په ټاکلې ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کولو سره موږ نړیوالې ټولنې ته د اصلاحاتو په راوستلو کې د خپلو ژمنو یوه اساسي برخه پوره کړه."

ښاغلي رباني وویل، هیله ده د انتخاباتو په پروسه کې شوي شکایتونه وڅېړل شي او شفافیت‌یې تضمین شي.

اخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما په انتخاباتي کمېسیونو غږ کړی چې د رأیو په شمېرلو او د پایلو په اعلان کې له پوره دقت کار واخلي.

یوناما پرون په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانانو په ننګوونکو امنیتي شرایطو کې رأیه ورکړه او دا مأموریت په‎دې هیله ده چې انتخاباتي ادارې د دوی رأیې وشمېري او جعلي رأیې باطلې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG