د ترکیې، فرانسې، جرمني او د روسیې ولسمشرانو غوښتنه کړې چې په شام کې د روان بحران د حل لپاره دې د ملګرو ملتونو په ملاتړ پروسه پېل شي.
د څلورو هېوادونو د مشرانو غونډه د اکتوبر پر ۲۷مه په استنبول کې وشوه. د غونډې هدف په شام کې امنیتي او سیاسي حالاتو ته کتنه او د حل لارو موندل وو.
رجب طیب اردغان، انګېلامېرېکل ، ولادیمیر پوتین او اېمانوېل مېکرون د خالي د ورځې د غونډې په پای کې په ګډ بیان کې غوښتنه وکړه چې د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې، دې یوه کمېټي جوړه شي چې په شام کې د قانوني اصلاحاتو پر پلان کار او ازادو انتخاباتو ته لاره هواره کړي.