د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیسبوک وايي ، یو شمېر ایرانۍ پانې یې لرې کړې دي


د فیسبوک جوړونکی مارک زوکربرګ
د فیسبوک جوړونکی مارک زوکربرګ

فېسبوک وايي په ایران کې جوړ شوي هغهاکاونټونه یې له پاڼې لیرې کړي دي چې پکې د سیاسي تقسیم په اړه پوسټونه وو او په برتانیا او امریکا کې د یو ملیون نه زیاتو کسانو دغه پاڼې خوښې کړې وې.

ټولنیزې شبکې فیسبوک د اکتوبر پر ۲۶مه وویل چې په فیسبوک او انسټا ګرام یې دوه اتیا (۸۲) جعلي اکاونټونه او پاڼې ختمې کړي دي.

فیسبوک ویليپر دغو پاڼو به د نسل، مهاجرت او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اړه د سیاسي ویش بیانونه ورکول کېدل او مقصد یې د نومبر پر شپږمه د امریکا د کانګریس کېدونکو انتخاباتو نه وړاندې اختلافات پېدا کول وو.

د اټلانټک کونسل ډیجیټل فورینزیک لیب په نوم یوه څېړنیزه اداره چې له فیسبوک سره د ان لاین پروپګنډې جاج اخلي، ویلي یې دي چې لیرې کړل شوي اکاونټونوامریکايي او برتانوي ښودل شوي دي.

فیسبوک وايي د اکاونټونو تر منځ رابطې او فعالیتونه یې یوه اوونۍ وړانډې معلوم کړل او د امریکايی انتخاباتو نه وړاندی په سمدستي توګه یې د بندولو اقدام وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG