د خیبر پښتونوخوا اعلی وزیر محمود خان د اکتوبر پر ۲۶مه له وزیراعظم عمران خان سره په لیدنه کې د صوبې د پرمختیايي چارو په اړه خبرې کړي دي.
دا خبره په پېښور کې د وزیر اعلا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.
خبرپاڼه لیکي چې وزیراعلی محمود خان لهوزیراعظم عمران خان سره په ملاقات کې د صوبې د بجلۍ د خالصې ګټې په اړه هم خبرې کړي دي او فېصله شوې چې راتلونکې اوونۍ به په دې اړه په مرکزي کچه یوه غونډه کیږي.
خبر پاڼه د محمود خان له خولې وايي چې له مرکز نه به دوی پنځه شپېته اربه بقایاجات هم زر حاصل کړي.