د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي عدالت، خېبر پښتونخوا کې څلور وسله وال زندۍ کړل 


د پاکستان پوځي عدالتونو نن د نهې ورځ په خېبر پښتونخوا کې د مرګ څلور تنو سزاوارو ته پانسۍ ورکړې ده.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي ار په وینا چې په دار خېژول شويو کسانو د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم تحریک طالبان پاکستان غړي ول.

ای اېس پي ار وایي هغوی په ترهګرۍ، د بې ګنا ولس په وژنه او د قانون نافذونکیو اهلکارانو په وژنو ککړ ول.

هم روانه میاشت د پنجاب په ساهیوال کې پوځي عدالتونو دوو سختدریځه وسله والو ته د پانسۍ سزا ورکړې.

د سږني کال په مارچ میاشت کې د پاکستان ولسمشر لخوا په درویشتم آییني ترمیمي بل او پاکستان آرمي اېکټ ۲۰۱۷ لاس لیک نه پس پوځي عدالتونو موده د نورو دوو کالو لپاره غځول شوی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG