د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې


چارواکي وايي، په خېبر قبايلي سيمه کې په يوه ماشومه کې د ګوزڼ وايرس موندل شوی دی.

د قبايلي سيمو د ګوزڼ مخنیوي ادارې مشر ډاکټر نديم جان په چارشنبه ماښام مشال راډیو ته وويل، د ګوزڼ وايرس د زخه خېلو په توره وېلې سيمه کې په پنځه کلنې ماشوم کې موندل شوی دی. خو نوموړي زياته کړه چې دغې ماشومې پرله پسې د ګوزڼ ضد واکسين اخيستي وو نو ځکه له معذوری څخه بچ شوې ده.

د ده په وينا دا په قبايلي سيمو کې د سږکال په دوران کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ده. سږکال په پاکستان کې شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې پکې درې په بلوچستان، يو چارسده، يو کراچۍ او يو په خېبر کې پورټ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG