د لاسرسي ځای

تازه خبر

ريفرنس: د پاکستان چيف جسټس له عدالتي اصولونو سرغړونه کړې


فایل فوټو
د پاکستان چيف جسټس له وکیلانو سره
فایل فوټو د پاکستان چيف جسټس له وکیلانو سره

پراګ - په پاکستان کې د ويمن اېکشن فورم په نوم د ښځو د فعاليت مدني ټولنې او د دې هېواد ځينو جمهوريت پلوه کسانو د چيف جسټس ميا ثاقب نثار پر ضد ريفرنس [درخواست] جمع کړی او د هغه پر ضد يې د مقدمې غوښتنه کړې ده.

په ريفرنس کې ويل شوي چې ښاغلي نثار له عدالتي اصولونو سرغړونه کړې چې له کبله يې نوموړی د جج پاتې کېدو اهل نه دی پاتې شوی.

د ويمن اېکشن فورم يوې مخکښې عافيه ضيا نن مشال راډيو ته وويل چې دوی د ميا ثاقب نثار پر ضد دا ريفرنس د اکتوبر پر ۱۰مه په سپريم جوډيشل کونسل [ستره عدالتي شورا] کې جمع کړ چې د عوامي نېشنل ګوند مخکښانو افراسياب خټک او بشرا ګوهر، او د پاکستان پيپلز ګوند د رهبر فرحت الله بابر په ګډون ۹۸ مخورو لاسليک کړی دی. په ريفرنس کې ويل شوي چې چيف جسټس ثاقب نثار عدليه سياسي کړې، د واک وېش له اصولونو یې سرغړونه کړې او عدليه يې په خپلواک او بې پرې ډول نه ده چلولې.

که څه هم سپريم جوډيشل کونسل تر اوسه د دې ريفرنس په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د ويمن اېکشن فورم غړي وايي چې په عمومي ډول پر ريفرنس باندې په يوه اوونۍ يا ۱۰ ورځو کې اقدام کېږي. پر دې ريفرنس لاسليکوونکې بشرا ګوهر وايي چې يو شمېر جمهوريت پلوه کسانو د ريفرنس ملاتړ کړی او د چيف جسټس کړنې يې غېراييني بللي دي.

''داسې ډېرې خبرې شوي دي چې موږ ګورو چې اوسنی چيف جسټس له خپل اييني واک او اختيار څخه بهر وتلی دی چې په نتيجه کې يې خلک ډېر زيات متاثره شوي دي.''

په ريفرنس کې د ثاقب نثار پر ضد د پلټنو او بيا وروسته له چوکۍ څخه د هغه د ليرې کولو غوښتنه شوې ده.

دا چې په سپريم جوډيشل کونسل کې د چيف جسټس پرضد پر دغه ډول غوښتنې باندې څه ډول عمل کېدای شي؟ د قانوني چارو پوه او د پاکستان نامتو وکيل افتخار ګيلانی وايي چې کله هم د يو جج پرضد مقدمه سپريم جوډيشل کونسل ته ولاړه شي نو بيا د ججانو يوه جرګګۍ د هغې کتنه کوي.

''دا ريفرنس د چيف جسټس خلاف دی نو هغه به پخپله د دې فيصله نه کوي. د سپريم جوډيشل کونسل دوهم جج يا نور جسټس صاحبان به دغه ريفرنس ګوري چې په دې کې څه مواد يا څه حقيقت شته که نه؟ تر هغه وروسته به بيا فيصله کېږي.''

افتخار ګيلانی زياتوي، د ده له معلوماتو سره سم دا لومړی ځل دی چې د يوې مدني ټولنې يا ولسي مخورو لخوا پر دا ډول موضوع باندې د پاکستان د چيف جسټس پر ضد ريفرنس سپريم جوډيشل کونسل ته لېږل شوی دی.

بلخوا د ښځو د فعاليت مدني ټولنه وايي چې له دې اقدام څخه د دوی هدف دا هم دی چې په راتلونکې وخت کې نور چيف جسټس صاحبان په خپله اييني دايره کې دننه پر کار کولو مجبوره کړل شي.

په دې اړه تر اوسه له چيف جسټس يا د پاکستان له سپريم کورټ څخه څه ډول غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو په تېرو وختونو کې ثاقب نثار دا ډول تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG