د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانۍ فاټا کې د عدالتونو پر نشتوالي د چيف جسټس ازخودنوټیس


د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار د پنځويشتم (۲۵) اييني بدلون منظورېدو ورستو هم په پخوانیو قبايلي سيمو کې د عدالتونو او پوليسو پر نشتوالي ځاني-ګروېږنه (ازخود نوټس) کوي.

د سېشنبې ماښام د سپريم کورټ په خبرپاڼه کې ويل شوي چيف جسټس ثاقب نثار پخوانۍ قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو باوجود په یادو سيمو کې د عدالتونو او پوليس نشتوالي ته پام اړولی (نوټس واخیستو) او څارنوال (اټارني جنرل)، د خېبر پښتونخوا سرکاري وکیل (اېډوکېټ جنرل)، اداري مشر (چيف سېکټري) او د پوليسو مشر په ګډون د پيښور لوی عدالت محرر (های کورټ رجسټرار) ته يې امر کړی چې پر پنځلسم اکتوبر دې عدالت ته وړاندې شي.

د یادولو ده چې د سږني کال په مې مياشت قامي اسمبلۍ، سېنېټ او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانۍ فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو لپارهپنځويشتم (۲۵) اييني ترميمي مسوده ومنله. د دې ترڅنګه د سږني کال په جنورۍ مياشت قامي اسمبلۍ او په اپرېل کې سېنېټ د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځولو بل په اکثريت سره منظور کړی وو.

د پاکستان نوي وزيراعظم عمران خان د سیپټېمبر پر شپږمه (۶) د پاټا او فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو لپاره یوه کاري ډله هم وګومارله چې کار یې فاټا په خېبر پښتونخوا کې شاملول، د صوبايي اسمبلۍ او بلدياتي ادارو انتخابات کول، د سل اربه روپیو مالي پانګه (پېکج) برابرول او دا هر څه په پنځو (۵) کلونو کې سر ته رسول دي.

په دې کمېټۍ کې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان او د وزير اعلا محمود خان پرته د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري او سېنېټر هدایت الله ترڅنګ نور یوشمېر اعلا چارواکي شامل دي.

XS
SM
MD
LG