د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ضمني ټاکنو پایلې راغلې


په مردان کې د ښځینه رایو مرکز
په مردان کې د ښځینه رایو مرکز

په پاکستان کې د یکشنبې ضمني انتخاباتو غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجې مخې ته راغلې دي. د قامي اسمبلۍ پر ۱۱و او د صوبايي اسمبلیو په ۲۴ و حلقو ضمني انتخابات تر سره شول.

د غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجو ترمخه د قامي اسمبلۍ په یوولسو حلقو کې پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ ن څلور څلور څوکۍ ګټلې دي. پاکستان مسلم لیګ ق دوه او متحده مجلس عمل یو سیټ ګټلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې پر نهو صوبايي اسمبلیو ضمني انتخابات وشول چې د غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجو په رڼا کې تحریک انصاف شپږ، عوامي نیشنل ګوند دوه او مسلم لیګ ن یو صوبايي سیټ ګټلی دی.

په ټول ملک کې د قامي او صوبايي چوکیو په پنځه دېرش چوکیو باندې ضمنې ټولټاکنې سر ته رسېدلي او بیګا د شپې ناوخته يېغیرحتمي او غیر سرکاري نتیجې راغلي.

د ووټونو اچولو عمل پرون سهار له اتو بجو بې له دمې تر د مازیګر پنځه و بجو پورې روان وو

د اتوار په ورځ شویو ضمنې ټولټاکنو کې د غیرحتمي نتیجو ترمخه د بنو د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اې پنځه دېرشباندې د پاکستان تحریک انصاف د امیدوار په مقابله کې د متحده مجلس عمل زاهد اکرم دراني په ګټلې ده.

دا راز د اسلام آباد په حلقه این ای درې پنځوس د پنډۍ په حلقه اېن اې شپېته او درې شپېته او د کراچۍ په اېن اې دوه سوه درې څلوېښت باندې د پاکستان تحریک انصاف امیدواران له ګټې سره مخامخ دي.

د دې ترڅنګ د پنجاب د اټک پهحلقه این ای شبږ پنځوس، د فیصل اباد په اېن اې یو سل درې د لاهور په یو سل څلورویشت او یو سل یو دېرش باندې د پاکستان مسلم لیګ ن غړیو ګټلې ده.

دا رنګ د پنجاب د چکوال په حلقه اېن اې پنځه شپېته او د ګجرات په اېن اې نهه شپېته باندې د پاکستان مسلم لیګ ق امیدارانو په ضمنې ټولټاکنو کې خپلې چوکیو باندې په اول نمبر دي.

د دې ترڅنګ د صوبايي اسمبلیو په څلورویشت چوکیو باندې د خېبر پښتونخوا په نهه چوکیو کې په دوو باندې د عوامي نېشنل ګوند امیدواران

په شپږو چوکیو باندې د پاکستان تحریک انصاف امیدواران او په یو چوکۍ باندې د پاکستان مسلم لیګ ن امیداوار په اول نمبر دي

د پنجاب په یولس صوبای حلقو باندې پاکستان تحریک انصافڅلور امیدواران اود مسلم لیګ ن شپږاو یوه چوکۍ ازاد امیداوار په اول نمبر دی.

د دې ترڅنګ د سیند صوباي اسمبلۍ په دوو چوکیو باندې د پاکستان پیپلز پارټۍ امیدواران مخکې دي او د بلوچستان په یوه چوکۍ باندې د بلوچستان نېشنل پارټۍ امیداوار او په یوه باندې ازاد امیدوار مخکې دی

د ضمني انتخاباټو پایلو ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

مشال راډیو چې د دې ټولټاکنو په حقله په پېښور کې د سیاسي چارو تجزیه کار او خبریال محمود جان بابر نه وپوښتل نو د هغه وینا وه.

''دا ځل ځکه نورو ګوندونو خپلې چوکۍ وګټلې چې ټول ګوندونه حکومتي پاکستان تحریک انصاف ته یوه ډله شوي وو او بله دا چې دې روستیو کې پاکستان تحریک انصاف حکومت ځنې داسې کارونه کړي وو او داسې پالیسۍ يې جوړې کړي لکه په ټول ملک کې تجاوزاتو په نوم اپرېشن د ډالر نرخ بره ختل او دا رنګ د تیلو او ګیس او بجلۍ په نرخونو کې اضافه کول نو دې ټولو کارونو په ولس اغیز پرې باسو او او خفګان يې پرې څرګنډ کړو او د دې نتیجه په ضمنې ټولټاکنو کې حکومت ولیده.''

د الیکشن کمېشن د ویاند ندیم قاسم په وینا چې دا ځل په دې ضمې ټولټاکنو کې په اول ځل بهر ملکونو کې مېشتو پاکستانیانو ووټونه وکارول او پدې مهال له پنځه زرو نه زیاتو خلکو خپل ووټونه په الیکټرانیک نظام واچول.

په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه عامې ټولټاکنې شوې وې چې په نتیجه کې یې تحریک انصاف له نورو ګوندونو زیاتې څوکۍ ګټلې وې. یاد ګوند په ضمني انتخاباتو کې هم له نورو ګوندونو مخکې دی. دوی د غیر سرکاري نتیجو ترمخه د قامي او صوبايي اسمبلیو له ۳۵ سیټونو څخه ۱۵ یې په خپل نوم کړي دي.

XS
SM
MD
LG