د لاسرسي ځای

تازه خبر

جعلي وزیر اعظم نه منو. مولانا فضل الرحمن


په پاکستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو نن د چارشنبې ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان الیکشن کمېشن ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجي لاریون راوتي ول. دوی تور لګاوه چې د جولای ۲۵مې په عمومي انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې وه.

دغه سیاسي ګوندونه چې خپل اتحاد ته یې د رڼو او ازادو انتخاباتو نوم ورکړی، په دې کې متحده مجلس عمل، مسلم لیګ نون، پاکستان پیپلز پارټي، عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، قامي وطن پارټۍ او نور ګوندونه شامل دي.

افتاب احمد خان شېرپاو
افتاب احمد خان شېرپاو

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو په خپله وینا کې وویل چې الېکشن کمېشن ته د پاکستان پارلېمان اختیار سپارلی وو خو هغوی خپل اختیار بلچا ته وسپارلی. نوموړي وویل چې الېکشن کمېشن دې ختم کړل شي او پرځای دې یې بل انتخابي کمېشن وټاکل شي چې پاکې او رڼې ټاکنې وکړي.

جاوېد هاشمي
جاوېد هاشمي

په اسلام اباد کې راټولو احتجاجیانو ته جاوېد هاشمي په خپله وینا کې وویل چې ده له څلور کلونو راهیسې دا خبره کوله چې دلته په انتخاباتو د لاسوهنې دسیسه روانه ده. هغه د تحریک انصاف مشر عمران خان یوه مهره وبلله او زیاته یې کړه چې د هغه په ټګۍ کامیابي به هېڅکله و نه مني.

د عوامي نېشنل پارټۍ جنرل سېکرېټري میا افتخار حسېن احتجاجیانو ته په خپله وینا کې وویل چې الېکشن کمېشن یوه غونډه رابللې وه او زموږ ګوند ور ته وویل چې د پوځ په څارنه کې دې ټاکنې نه کېږي او که انتخابات لانجمن وګرځول شي نو په دې سره به پوځ هم لانجمن شي خو الېکشن کمېشن د دوی خبره نه و منله بلکې د پوځ په غوښتنه یې ګوته ولګوله او پوځیان یې په پولینګ کې دننه او بهر وګمارل. نوموړي پر لنډمهالي حکومت نیوکې وکړې چې هغه د بلچا یو لاسپوڅی حکومت وو.

میا افتخار حسین
میا افتخار حسین

میا افتخار د الېکشن کمېشن په زغرده د استعفا غوښتنه وکړه. او په ملک کې د نویو ټولټاکنو ږغ وکړ او زیاته یې کړه چې په انتخاباتي بهیر کې به د ملک ټول سیاسي ګوندونه برخه لري.

په اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن مخې ته راټولو احتجاجیانو ته د پیپلز پارټۍ یوه مرکزي مشر قمر زمان قاهره په خپله وینا کې ټولټاکنې بدترینه داندلي او ټګي وبلله. نوموړي زیاته کړه چې نن د پاکستان اکثریت ګوندونه په یوه خوله دا وايي چې ټولټاکنې جعلي دي او جعلي انتخابات دوی نه مني.

احسن اقبال
احسن اقبال

غونډې ته د پاکستان مسلم لیګ ن یوه مرکزي مشر احسن اقبال په ملک کې انتخابات یوه غلا وبلله چې د نوموړي په خبره پرده پرې اچول کېږي خو هغه زیاته کړه چې دوی به دا پردې وشلوي. او له ټګۍ برګۍ ډکې ټاکنې به تر ځمکې لاندې کړي. نوموړي وویل هر هغه چا چې د دې انتخاباتو سرپرستي کوله د هغوی مخونه به ولس ته لڅ کړي چې د ده په خبره د پاکستاني ولس منډېټ (انتخابات) یې غلا کړی دی.

احسن اقبال وویل، نن په پاکستان کې له سکولونو له کچره دانو څخه انتخاباتي پاڼې (بېلټ پېپر) راوځي. هغه دا د پاکستان له ولس سره د ووټ په نامه یو ناټک [ډرامه] وباله او زیاته یې کړه چې د خپل ولس په زور به دا ډرامه پای ته رسوي او د ووټ درناوی به بیا بحالوي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، د ټول ګوندیزې غونډې مشرانو دا فیصله کړې وه چې یوازې په ټولټاکنو کې ولاړ امېدواران به د الېکشن کمېشن مخې ته احتجاج کوي خو نن دا دی ولس هم په لوی شمېر راغلی دی.

محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

نوموړي احتجاجیانو ته په خپله وینا کې وویل چې په ملک کې درې ډوله کسان د ایین له مخې لوړه کوي.

لومړی: ججان، له کشره تر مشره دا سوګند کوي چې دوی به د پاکستان ایین حفاظت کوي او که ایین ته خطر ورڅېرمه شو نو په دفاع کې به یې درېږي.

دوهم: سیاستوالان له ښاروالۍ د پاکستان تر ولسمشره دا حلف کوي چې دوی به د ایین درناوی کوي که یوچا هم وچېړلو دوی به یې دفاع کوي.

درېم: پوځیان له وړوکي عسکره تر جرنېله دا لوړه او سوګند کوي چې دوی به د ایین احترام کوي او په هېڅ ډول سیاست کې برخه نه اخلي.

اڅکزي پر ولس ږغ وکړ چې تاسو په قسم ووایاست چې پاکستانۍ جاسوسي ادارې په سیاست کې مداخلت کوي که نه؟ نو لاندې ټول ولس ورږغ کړ چې هو کوي یې.

نوموړي پر پاکستاني ایسټبلیشمنټ ږغ وکړ چې نور دې ولس ته دا حق وسپاري چې هغوی خپله واکمني په خپله وکړي او هغوی دې د ټول عمر لپاره له سیاسته توبه وکړي.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وینا وه چې په پاکستان کې د ۲۵ م جولای انتخابات ټول ولس په یوه اواز مستردوي. هغه دا پر جمهوریت شبخون وباله او هېڅکله به یې و نه مني.

مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

مولانا فضل الرحمن وویل چې د دوی ټولو ژوند په دې ملک کې د ایین بالادستۍ، د قانون عملداري او د جمهوریت استحکام لپاره سپارلی دی او څوک چې د ولس په دې حقونو ملنډې وهي هغوی ته په ډاګه وايي چې ستاسو دغه ټوکې ټکالې نورې نه چلېږي. هغه انتخابات د ولس پر مېنډېټ د ایسټبلیشمنټ او عدلیې ډاکه او چپاو وباله او کله به یې نه وزغمي. مولانا فضل الرحمن وویل، ولس ته د خپلو حقونو اخیستلو چل ډېر ښه ورځي.

هغه وویل الېکشن کمېشن ناکامه ثابت شو او ټول ولس دا کمېشن نور نه مني. هغه د عدلیې بې طرفي هم تر پوښتنې لاندې راوستله. او زیاته یې کړه چې د دې ملک ایسټبلیشمنټ هم د یوې بې طرفې ادارې حثیت له لاسه ورکړی دی.

مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې تاسو [نواز شریف] په زندان کې یاست خو دلته به دوی په خپل جهدوجهد ستاسو د کمي احساس ورک کړي. هغه وویل نن د پاکستان ټوله سیاسي مشرتابه په یوه صف کې ولاړه ده او جعلي اکثریت نه تسلیموي او نه به جعلي وزیر اعظم ومني.

نوموړي زیاته کړه چې د پنجشنبې په ورځ به د پاکستان الېکشن کمېشن مخې ته د ملک څلور واړو صوبو په مرکزونو کې د مخالفو ګوندونو اتحاد په احتجاج راوځي.

مخالف ګوندونه په ټاکنو کې د پراخو ټګیو ادعا کوي خو پاکستان الیکشن کمېشن او پاکستان تحریک انصاف په انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه ردوي.

د پاکستان الیکشن کمېشن تر مخه په قامي اسمبلۍ کې تر ټولو زیاتې چوکۍ پاکستان تحریک انصاف تر لاسه کړي دي.

اړوند راپورونه

ټول ګوندیزې غونډې د بیا انتخاباتو غوښتنه وکړه

پاکستانۍ ټولټاکنې او پښتانه ملتپالي ګوندونه

XS
SM
MD
LG