محمود خان اڅکزي دا خبره د سه شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې ده او وايي چې دوی د درغلیو په اړه ویډیويي ثبوتونه لري.
د پاکستان انتخاباتو کمېشن تورونه ردوي او وايي چې ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې.
د مشال راډیو خبریال بوریوال کاکړ له محمود خان اڅکزي سره په پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته حالاتو باندې خبرې کړې دي.
د محمود خان اڅکزي مرکه دلته واورئ
-
بوریوال کاکړ
بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.