د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورالحق قادري: د مذهب ضد قانون کې اصلاحات نه منو


اسیه بي بي باندې تور دی چې د مذهب سپکاوی یې کړی
اسیه بي بي باندې تور دی چې د مذهب سپکاوی یې کړی

پراګ ـ د پاکستان د مذهبي چارو وزیر او د تحریک انصاف ګوند غړي نورالحق قادري ویلي، دمذهب سپکاوي ضد قانون سره تړلې په ۲۹۵ ماده کې به اصلاحات نه مني.

نوموړي د خالي پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د مذهب سپکاوي په ګډون د ټولو قوانینو ناسم استعمال د مخنیوي لپاره دې ګامونه پورته کړل شي.

نوموړي زیاته کړه.

((پاکستان تحریک انصاف په ۲۹۵ سي ماده کې هېڅ قسمه بدلون ته تیار نه دی. په ۲۹۵ سي کې ویل شوي چې که څوک د پيغمبرانو سپکاوی وکړي او هغه پرې د قانوني لارو په زریعه ثابت شي نو بیا به هغه کس ته د قران او سنت مطابق د مرګ سزا ورکول کېږي. د پاکستان ایین وايي چې په دې هېواد کې به یو قانون هم د قران او سنت خلاف نه جوړېږي او د ټولو فرقو او مسلکو خلک په دې اتفاق لري چې د مذهب سپکاوي ضد سزا د قران او سنت مطابق ده. او د قوانینو د ناسم استعمال لړ کې دې د مخنیوي ګامونه پورته کول پکار دي.))

نورالحق قادري وویل، د پاکستان تیرې کابینې د روان کال د می پر ۳۰مه د مذهب سپکاوي قانون کې د اصلاحاتو د وړاندېزونو منظوري ورکړې وه خو وروسته بیا د متحده قامي مومنټ او تحریک انصاف غړیو د دې ضد نور وړاندیزونه جمع کړل.

د مسلم لیګ ن ګوند د قامي اسمبلۍ غړی کیل داس کوهستانی وايي، په پاکستان کې د قوانینو جوړولو او د وګړیو تحفظ لپاره هر کار په سلا مشوره کول پکار دي.

((په سیند اسمبلۍ کې په زوره د مذهب بدلولو په اړه یو قانون منظور شوی وو خو بیا وروسته د ځېنو ډلو لخوا تر فشارونو وروسته هغه بیل د پیپلز پارټۍ صوبايي حکومت پخپله بیرته واخیست. موږ غواړو چې باید هر قانون په سلا مشوره جوړ شي، او دې لړ کې یوه جامع پالیسي جوړه شي. داسې نه چې یو قانون راشي او هغه واپس شي او یا بې د سلا مشورې منظور شي.))

نورالحق قادري دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان سپریم کورټ تېرې دوشنبې پر ورځ د مذهب سپکاوي په تور د اسیه بي بي د مقدمې د اورېدنې حتمي پرېکړه پرځای وساتله.

د تحریک لبیک پاکستان په ګډون ځېنو ډلو دړکه ورکړې چې که اسیه بي بي خوشي کړل شوه نو پر ضد به یې لوې احتجاجونه پیل کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د بورډ غړې زهره یوسف وايي، د پاکستان حکومت او عدليې له پکار ده چې د مذهب سپکاوي قانون کې اصلاحات او د اسیه بي بي د مقدمې پرېکړه بې له کومو فشارونو وکړي.

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو خبره څو وارې شوې ده خو په دې برخه کې له مخالفت وروسته هر حکومت خاموشه پاتې شوی دی. اسیه بي بي له تېرو نهو کلونو راهیسې په قېد کې ده.

د پینځو بچو مور اسیه بي بي په ۲۰۰۹ز کال کې له یوې مسلمانې ښځې سره د لفظي شخړې پر مهال د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوې وه. له ۲۰۱۰ز کال راهیسې نوموړې د مرګ په مقدمه کې بندي ده.

XS
SM
MD
LG