د لاسرسي ځای

د پاکستان سېنېټ غړیو په پارلېمان کې تينګار کړی چې د مذهب سپکاوي قانون ناسمې کارونې مخه دې ونيول شي او پارلېمان دې په دې لړ کې خپل کردار ادا کړي. د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه کې د مشال خان وژنې په معامله او پر نورو ورته پېښو بحث وشو.

د سېنېټ په غونډه کې د شوي بحث په اړه د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر باز محمد خان مشال رېډيو ته وويل چې دا خبره رامخې ته کړل شوې چې نن سبا د مذهب سپکاوي قانون د خپلو ذاتي ګټو لپاره استعمالېږي بايد د دې مخنيوی وشي او په ګډه دې د دې مسلې د هواري لپاره تګلاره وټاکل شي.

"دا هم کېدلی شې چې يو تن خپل ځاني غچ یا بدل په خاطر پر يو بل تن الزام ولګوي چې ګنې مذهب ته یې سپکاوی کړی دی او دا شان دغه کس د دې ښکار شي لکه څنګه چې د مشال خان په کېس کې وشول. قانون شته خو پر هغه عمل کول د حکومت او عدالت کار دی، دا د يوه کس کار نه دی."

په سېنېټ کې د پاکستان تحريک انصاف غړي اعظم خان سواتي مشال رېډيو ته وويل، د سېنېټ غړي په دې رضا شوي چې په دې مسله به اوس کېناستل وي او د دې خبرې به مخنيوی کول وي چي ولې دا قانون په غلطه توګه استعمالېږي.

د نوموړي په وينا چې اسلام د انصاف او ورورولۍ سبق ورکوي خو زموږ په ټولنه کې د ذاتي دښمنۍ لپاره هم د اسلام نوم استعمالېږي او په نړۍ کې د اسلام نوم بدناموي.

دی زیاتوي د يو رياست خپل طريقه کار وي هغه دا فیصله کوي، عدالت دا فيصله کوي چې کوم سړی مجرم دی کوم نه دی. داسې د يو هجوم قانون په خپل لاس کې اخېستل او په خپله فيصله کول نو تر دې خو بل غير اسلامي او غیر انساني فعل نه شته.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې د مذهب سپکاوي قانون په غلطه توګه استعمال پخپله يو لوی جرم دی بايد په دې لړ کې له سياسي استازیو سره سره د ټولنې نورې طبقې هم د دې په اړه پوهه ورکولو کې خپل کردار ولوبوي.

"پکار ده د دې لپاره علماء کرام،جمهوري، سياسي ګوندونه، وکيلان او د نور سماجي غړيو سيمينارونه وشي او پکار ده چې سېنېټ يو داسې کمېټي جوړه کري چې دا ټول خلک راوبلي او په ټول ملک کې د دې مخ نيوي لپاره يو مهم وچلوي او يو داسې ماحول جوړ کرې داسې تګلاري وټاکې چې په راتلونکې کې داسې پېښې را مخې ته نه شي چې د چا ژوند ته ترې زيان ورسي يا د يو علاقې او يو ملک د بدنامۍ وجه وګرځي."

خو بل خوا د جمعيت علمااسلام (ف) سېنېټر عطا الرحمان وايي چې په ملک کې په موجودو قوانينو که عمل کېدلای نو دا قسمه پېښې به مخې ته نه راتللې خو له بده مرغه صرف له مذهب سره تړليو څيزونو کې ترميم هم کېږې او په دې اړه خبرې اترې هم راځي خو په نورو قوانينو کې کمزوريو ته پام نه کېږي.

ياده دې وي چې د اپرېل په ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې يو زده کونکی مشال خان د مذهب سپکاوي په تور بلوه ګرو زده کوونکيو وژلی وو.

د خېبر پښتونخوا پوليس دعوه لري چې د بېلا بېلو ويډيوګانو په مرسته يې تر دې دمه تر ۵۰ زيات کسان نيولي دي او په سپريم کورټ کې هم د دې کېس اورېدنه روانه ده.

XS
SM
MD
LG