د لاسرسي ځای

تازه خبر

" په کرمه کې د پخوا په څېر اوس هم ټېکسونه اخیستل کېږي"


په پاڼه چنار کې د پاکستان عسکر
په پاڼه چنار کې د پاکستان عسکر

د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې په خیبر پښتونخوا تر ګډولو وروسته په قبايلي سیمو کې هر ډول مالیې او ټيکسونه ختم شوي دي خو د کورمې سوداګر وايي اوس هم چې د دوي د مالونو ټرکونه تر صده او پاڼه چنار تيريږي نو پېسې ترې اخیستل کېږي.

د کورمې د تاجرانو د اتحادیې مشر حاجي صابر مشال راډیو ته وويل چې په دې لړ کې یې په بيا بيا چارواکو ته شکايتونه کړي دي خو د پیسو اخيستل کېدو لړۍ لا هم روانه ده.

ده وویل ، “ په چپري چيک پوسته رانه د ټرک پر سر زر روپۍ او په تيارزه پوسته رانه ۵۰۰ روپۍ اخلي دا کسان موږ ته هيڅ رسید او نه څه د وصولۍ کاغذ راکوي.”

حاجي صابر وویل چې دا کسان د پوليټکل محرر له دفتر سره تړاؤ لري.

د پاکستان د نګران حکومت وفاقي کابينې د ۲۰۱۸م کال د جون مياشتې پر لومړۍ نېټه او اوسني حکومت د پارليماني چارو وفاقي وزير علي محمد خان د ستمبر پر ۲۴مهقومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې هم د دې خبرې پخلې کړی وو چې پر پخوانیو قبايلي سیمو هر ډول محصول او ټيکسونه ختم کړل شوي دي.

د کورمې د وریځو د سوداګرو د اتحادیې مشر واحد حسین مشال راديو ته وويل چې که په چپري چيک پوسته څو د زرو روپو ورکولو نه انکار وکړي نو بيا یې ګاډ‌ی په ورځو ورځو ولاړ وي.

ده وویل هر چاته مالومه ده چې تر انظمام وروسته هر ډول ټیکسونه ختم کړل شوي دي خو پر چپري پوسته ناست کسان له دوي څخه دا پېسې په زور اخلي.

د پوليټکل دفتر هيډ کلرک شير عالم مشال راډيو ته وويل ، “ که څوک هم د پيسو اخيستو خبره کوي دا با لکل بې بنياده خبره ده موږ نه په چپري پوسته ګاډي دروو او نه له چا پيسې اخلو.”

د خيبر قبايلي سیمې د باړې تحصیل اسسټنټ کمشنر عصمت الله وزير مشال راډيو ته وويل چې په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته هر ډول راهداري ، پرمټ ټکس ، او محصول ختم شوی دی.

په پاکستان کې د مسلم لیګ نواز ډلې تېر حکومت په اساسي قانون کې د بدلون له لارې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډې کړې وې.

تر هغه وروسته حکومت اعلان کړی وو چې تر پنځو کلونو به د دې سیمو له ولس څخه هیڅ ډول ټېکسونه نه اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG