د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان شل ولایتونه له وچکالۍ سره مخامخ دي


د افغانستان اوبو او برېښنا وزارت وايي، په ورستیو کلونو کې د ورښتونو د کمېدو له امله هغه اوبه چې سیندونو ته بهېږي، په سلو کې ۶۲ سلنه کمې شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال خان محمد تکل د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې پوښتنو ګروږنو یوې غونډې ته وویل چې د ورښتونو له کمښته په تېرو دوو کلونو کې د اوبو کچه په کافي اندازه ټیټه شوې ده. د نوموړي په وینا دا ستونزه په هغو ګردو سیمو کې ده چې سیندونه پکې بهېږي. ​

د اوبو د کچې ټيټوالی، په ښارونو کې د نفوس زیاتېدل، وچکالي او د بندونو جوړولو ته نه پاملرنه هغه عوامل دي چې په اړه يې د ځواب ویلو لپاره د کلیو او پراختیا، اوبو او برېښنا او د کرنې او مالدارۍ وزارتونو چارواکي ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.

د ولسي جرګې د غړیو په خبره، د هېواد شل ولایتونه لکه تخار، کندز، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، دایکندي او بامیان له وچکالۍ سره مخامخ دي.

د دغې جرګې غړې عزیزې جلیس وویل، د وچکالۍ له امله زیاتره څړځایونه وچ شوي او د کلیو خلکو هم ښارونو ته مخه کړې ده.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم ویلي وو چې ۱۳میلیونه افغانان له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.

ښاغلي فهیم اندېښنه ښودلې وه چې روان کال به د وچکالۍ له کبله د اوبو اړتیا زیاته وي.

په ورته وخت کې د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي چې د ولسي جرګې د نن ورځې په استجوابیه غونډه کې یې ګډون درلود، وویل چې دغه وزارت په ياده برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي.

ده زیاته کړه:

"د ۳۸ نیمه ژورو او د ۱۳۶ ژورو څاه ګانو د کیندنې، د اوبو رسونې د ۱۶۴ شبکو د جوړولو او د اوبو د ۱۲ بابه ذخیرو د جوړلو کار دوام لري چې د روان کال ترپایه پورې به بشپړې شي."

ښاغلي کریمي زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې د اوبو د کمښت ستونزه موجوده ده، هلته د ټانکرونو په وسیله خلکو ته پاکې اوب رسول کېږي.

بل خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست حشمت الله غفوري وايي چې په ۱۵ هغو ولایتونو کې چې د وچکالۍ له امله ډېر زیانمن شوي،۲۰ زره ټنه حیواني غذايي مواد په درېیو مرحلو کې وېشل کېږي، نوموړي دا شان وویل چې ۱۰۶ زره ټنه غنم به هم د دغو ولایتو په خلکو ووېشل شي.

په داسې حال کې چې د يادو وزارتونو چارواکي د اوبو او خوراکي توکو د کمښت په برخه کې د خلکو د ستونزو د هواري خبره کوي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي بیا وايي چې له دې وړاندې هم چارواکو ورته ژمنې کړي، خو عملي شوي نه دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG