د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: په افغانستان کې پېریان نه، ګاونډیان مداخلت کوي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د دوشنبې ورځ په اسلام اباد کې دقامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې په سیمه کې تر هغو امن نه شي راتلای چې تر څو موږ د افغانستان د حاکمیت جهاني ضمانت نه وي ورکړی.

ښاغلي اڅکزي د ۲۰۱۷م کال په دیسېمبر کې په اسلام اباد کې د ځینو هېوادونو د سپیکرانو (چین، روسیې، ترکیې، ایران، پاکستان او افغانستان) وروستۍ غونډې ته په اشاره وویل، که د همدغه ګاونډیو هېوادونو سپیکران [پارلېماني مشران] لوړه یا سوګند وکړي چې دوی په افغانستان کې امن راوستل غواړي نو هلته به سوله راشي.

ښاغلي اڅکزي وویل، ټرمپ د دنیا د یوه زورور ملک ولسمشر دی، که هغه پر پاکستان یو تور لګوي نو پکار ده چې چارواکي د هغه تورونه سنجیده ونیسي.

د پښتونخوا معپ مشر وویل، چې په افغانستان کې پېریان (جنات) مداخلت نه کوي بلکې ګاونډیان پکې لاس وهي. نوموړي پر پاکستان ټینګار وکړه چې له افغانستان سره روغه وکړي او د هغه هېواد د ملي حاکمیت ضمانت ورکړي.

ښاغلي اڅکزي وویل، که چین، روس، امریکا او ګاونډي هېوادونه وغواړي نو په افغانستان کې بې له ځنډه امن راتلای شي.

نوموړي وویل، که پاکستانی دولت دوی تهضمانت ورکړي نو په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر خورشید شاه، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو او نور مشران بیايي له کابل سره د روغې مجلس کوي خو نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې پاکستان به د افغانستان د ملي حاکمیت نړیوال ضمانت ورکوي.

محمود خان اڅکزي وویل، پکار دا وه چې پاکستان د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دریځ او تګلارې ته سنجیده پام اړولی وی خو دوی دلته په هېواد دننه د یوه بل حکومتونو په نسکورولو بوخت دي.

نوموړي وویل، ټرمپ د دنیا د یوه زورور ملک ولسمشر دی، که هغه پر پاکستان یو تور لګوي نو پکار ده چې چارواکي د هغه تورونه سنجیده ونیسي.

نوموړي وویل، د امریکا هره خبره باید سنجیده واخېستل شي ځکه چې د هغوی درې الوتکې پاکستان ته راغلې او په اېبټ اباده کې یې عملیات وکړل او بیرته ولاړل او دلته هېڅوک ور و نه وتل.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل که پاکستان د نورو هېوادونو د ملي حاکمیت خیال وساتي نو خپل حاکمیت به یې خوندي پاتې شي.

هغه وویل چې د پاکستان حاکمیت د پښتنو، سیندیانو، بلوڅانو او پنجابیانو د مرستې پرته نه شي بچ کېدلای. او که د ملک په بهرنۍ تګلاره کې د دغه یادو ولسونو استازیتوب نه وي، د هغوی خوښه پکې نه وي شامله او له هغوی تپوس نه وي شوی نو بیا چې له پاکستان سره څه کېږي دوی یې نه دي ذمه وار.

اړوند راپورنه

اڅکزی: داسې نه د فاټا غلطه فیصله پاکستان په خټو کې وخېژوي

محمود خان اڅکزی: فاټا د پاکستان برخه نه ده

پاکستان باید د امریکا ګواښونه جدي واخلي. اڅکزی

محمودخان اڅکزی وايي، د پښتنو او افغانانو ځورول جرم دی

XS
SM
MD
LG