د لاسرسي ځای

تازه خبر

روهنجا کډوال وايي هند کې هم ورسره توپير پالل کېږي


روهنجا کډوال په هند کې د میانمار خلاف مظاهره کوي
روهنجا کډوال په هند کې د میانمار خلاف مظاهره کوي

پراګ ـ هند ته کډه شوي روهنجا مسلمانان وایي، ژوند یې له کړاوونو ډک دی او اکثره وخت ورسره امتیازي سلوک کېږي. په جمو، نوي ډیلي او اسام کې مېشت روهنجا کډوال وایي په دې خبره سخت اندېښمن دي چې حکومت یې په زوره د هند له خاورې وباسي.

له رویټرز اژانس سره په خبرو کې د شاهد الله په نوم یو کډوال وویل، وراره یې ورته ټیليفون وکړ چې دوی زر له دې ځای نه وباسي ځکه چې هند یې بېرته برماته لېږي. شاهد الله پخپله په ۲۰۱۰ کال کې له برما هند ته تللی اوهلته ژوند کوي.

هغه وایي، د کورنۍ ځینې غړي یې د هند په اسام صوبه کې په مختلفو کيمپونو کې ژوندکوي خو اوس یې د هند حکومت بېرته لېږي او په دې لړ کې یې د اکتوبر په درېیمه نېټه اووه روهنجا سړي پر پوله د میانمار چارواکو ته وسپارل.

اژانس لیکي، په هند کې ۴۰۰۰۰ روهنجا مسلمانانو پنا اخېستې ده. په دغو کې ۱۶۵۰۰ کډوال چې پکې شاهدالله هم دی،د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن ایچ سي ار لخوا ورته د مهاجرت کاروډونه ورکړل شوي دي.

د شاهدالله په خبره د دغو کارډونو له وجې یې اوس په هند کې پېژنګلوي جوړه شوې ده، نه یې څوک نیولی او نه هم په زوره بېرته لېږلی شي.

خو د هند حکومت وایي، دوی د دغو کارډونو د لرلو باوجود هم روهنجا کډوال بېرته لېږلی شي. د هند د داخله چارو د وزارت ویاند ای بارت بوشان بابو وایي، هند ته چې څوک هم د قانونې وېزې بغېر داخلیږي هغه به غیر قانوني ګڼل کېږي او چې څومره هم داسې کسان په دغه هېواد کې ژوند کوي بېرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي.

د مقالې لیکوال کرشنا داس لیکي، په هند کې مېشت روهنجا مسلمانان وایي د راروان کال په می کې په دغه هېواد کې انتخابات کېدونکي دي او د وزیر اعظم نریندرا مودي حکومت به کوشش کوي چې دغه کډوال خپل هېواد میانمار ته ستانه کړي او په انتخاباتو کې دا خبره د خپلې بریا په توګه وښیي.

رویټرز په جمو او ډیلې کې د ځېنو روهنجا کډوالو سره خبرې کړي دي چې وایي د دوی سره په هند کې د نورو خلکو رویه هم سمه نه ده، ځېني یې وسلوال ګڼي او ځېنې غواړي چې په چم ګاونډ کې روهجا کورنۍ اوسېدو ته پرېنږدي، نو ځکه یې د کډوالۍ باوجو هم ژوند له کړاوونو ډک دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG