د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روهنجا ټولوژنې پلټونکي خبریالان اووه، اووه کاله بندیان شول


برما: د رویټرز دوه خبریالان کیڼ لور ته کياو سو اوو، او د هغه څنګ ته وا لون له عدالته بهر د پولیس په بدرګه کې په ولچکو کې اېستل کېږي. ۳ سپټمبر ۲۰۱۸
برما: د رویټرز دوه خبریالان کیڼ لور ته کياو سو اوو، او د هغه څنګ ته وا لون له عدالته بهر د پولیس په بدرګه کې په ولچکو کې اېستل کېږي. ۳ سپټمبر ۲۰۱۸

د برما يو جج د رويټرز خبري اژانس دوه خبريالان د هېواد د پټو دستاویزاتو د قانون د سرغړونې په تور ګرم ګرځولي او دواړو ته يې د اوو کلونو د بند سزا اورولې ده.

نړيوالو د دې فيصلې غندنه کړې ده او دا يې د رسنيو پر ازادۍ حمله بللې ده.

جج اي ليون نن دوشنبه ۳۲ کلن والون او ۲۸ کلن کياو سو اوو ته د نوابادياتی دور د حکومتي خفيه دستاويزونو د قانون پر سرغړونه مجرم وپېژوندل چې دوی د روهنجا مسلمانانو د کړکېچ په اړه پټ دستاويزونه ترلاسه کړي ول.

تر فيصلې وروسته وا لون وويل، دی نه ويرېږي ځکه چې هېڅ غلط کار يې نه دی کړی او پر انصاف، جمهوريت او خپلواکۍ باور لري.

تر عدالتي پرېکړې وروسته د رويټرز مشر مدير سټيفن اېډلر وويل چې دا د برما (ميانمار) د خبريالانو وا لون، کياو سويي او د هرځای د رسنيو لپاره د غم ورځ ده.

د ميانمار لپاره د امريکا سفير سکاټ مارسل فيصله غندلې او ويلي دي چې دا د خبريالانو او د رسنيو د خپلواکۍ لپاره د ګورم (ژور خپګان) خبره ده.

دغو دواړو خبريالانو د برما په لوېديځ کې د روهنجا مسلمانانو په اړه رپورټونه جوړول.

پر حکومتي امنيتي ادارو تور دی چې د روهنګيا مسلمانانو پرضد يې طالمانه کاروايانې کړې چې له وجې يې اووه لاکه مسلمانان بنګلا دېش ته په کډه کولو اړ شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG