د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي د روهنجایانو د وژنو پر ضد سخت غبرګون ولې نه ښيي؟


اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، په تېرو لسیزو کې چې د میانمار روهنجا مسلمانان له ځورونې او وژنو تښتېدل نو لسګونه زرو یې په سعودي عرب کې پناه واخیسته. خو دا ځل په هغه هېواد کې د روهنجا مسلمانانو د وژنو په اړه د اسلامي هېوادونو غبرګون زیات قوي نه دی.

شنونکي وايي، د دې یو لامل دا دی چې ډېری اسلامي هېوادونه په جنوب – ختیځه اسیا کې لویې کاروباري ګټې لري او بل دا چې په شام، عراق، یمن او افغانستان کې د خرابو حالاتو له کبله په هغو سیمو کې هم د کډوالۍ بحران موجود دی.

اژانس وايي، په تېر یو کال کې د میانمار د روهنجایانو نیمه ابادي یعنې له پینځه لاکه زیات کسان ګاونډي بنګلادېش ته تللي او په دوی کې زیاتره د اګست په میاشت کې ولاړل ځکه چې هغه وخت د میانمار په راکین ایالت کې د روهنجا مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوې لړۍ پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر وايي، پر روهنجایانو د برما د پوځ او د بودایانو د ډلو حملې ((د توکموژنې یوه کتابي نمونه یا مثال)) دی.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، په ۱۹۶۰ز لسیزه کې د برما ګڼ کډوال سعودي عرب ته ولاړل. هغه وخت فیصل د سعودي پاچا وو. روانه اوونۍ ریاض د روهنجایانو د مرستې لپاره ۱۵ میلیونه ډالره اعلان کړل.

په وروستیو کې په میانمار کې د تېلو د نللیکې پروژې کار پیل کړ چې له عربي او د قفقاز له هېوادونو څخه د چین یونان ولایت ته تېل رسوي.

دا نللیکه د برما له راکین ایالته پیلېږي او ۷۷۰ کیلومیټره اوږده ده. په ۲۰۱۱ز کال کې د سعودي عرب او چین د تېلو دوو شرکتونو کاروباري تړون لاسلیک کړ چې چین ته تېل ورسوي.

شنونکي وايي، ښايي همدا کاروباري لاملونه وي چې سعودي عرب د روهنجا پر مسلې زیات ښکاره او سپین نه غږېږي.

خو اژانس زیاتوي، اسلامي هېوادونو لکه ازرباييجان، ترکیې، ایران او ځېنو نورو یې له روهنجا کډوالو سره د مرستو ژمنې کړې دي او ورته یې بنګلادېش ته استولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG