د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن نوبل جایزه د مېرمنو د حقونو دوو مبارزینو ته ورکړل شوه


ډاکټرډینس موک ويګې او نادیا مراد
ډاکټرډینس موک ويګې او نادیا مراد

د امن نوبل جایزه د مېرمنو د حقونو لپاره د کانګو هیواد یو ډاکټرډینس موک ويګې او یزیدي فعالې نادیا مراد ته په ګډه ورکړل شوی دی.

د نوبل کمېټۍ له خوا دوی ته د ۲۰۱۸م دا جایزه پر دې ورکړې ده چې هغوي په وسله والو جګړو کې د وسلې په توګه د جنسي تشدد د استعمال د مخنیوي لپاره بې ساري هلې ځلې کړې دي.

ډاکټرډینس موک ويګې په کانګو هیواد کې د هغو زره ګونه کسانو مرسته او درملنه کړې چې یاغیانو پرې ډله ییز جنسي تېري کړي وو.

نادیا مراد بیا یوه له شاوخوا ۳۰۰۰ زره هغو یزیدي نجونو او مېرمنو ده چې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له خوا پرې ډله ییز جنسي تېري شوي وو.

دې دواړو د داسې جرمونو پر ضد زړوره مبارزه کړې ده. د دوي انتخاب له ۳۳۱ کسانو څخه شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG