د لاسرسي ځای

تازه خبر

بولټن:د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو پرضد پوځي اقدامات کوو


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په منځني ختیځ کې د تهران د نفوز مقابل د سټراټیژۍ د وړاندې کولو پر وخت ایران د ترهګرۍ مرسته کوونکو هېوادونو مرکز بللی دی.

جان بولټن د اکتوبر پر څلورمه خبریالانو ته وویل چې د ایران په اړه د امریکا تګلارې لاندې به د ایراني ملاتړ لرونکو وسله والو د پشاکولو او د هغوی د مالي ملاتړ کوونکو پر ضد پوځي او غیر پوځي لارې استعمالوي.

بولټن دا اعلان د ۲۰۱۱م کال وروسته د امریکا د ترهګرۍ ضد د نوې تګلارې د خپرېدو په ترڅ کې کړي دي.

د امریکا د ولسمشر دفتر (واییټ هاوس) په یوه متن کې د بولټن له خولې ویل شوي چې سختدریځه ترهګرې ډلې امریکا او په بهرنۍ کچه د دغه هېواد مفاد ته ګواښ ورپېښوي.

بولټن وویل، ایران د ۱۹۷۹م کال راهیسې د نړیوالې ترهګرۍ مهم معاون دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صدرات عهده سنبالو راهیسې د ایران په اړه سختدریځ خپل کړی او د تهران د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه یې هم امریکا ویستې ده.

ایران لا په دې اړه څه نه دي ویلې.

نور ولولئ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG