د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان بولټن د امریکا ملي امنیت نوی سلاکار وګمارل شو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایچ ار مکماسټر پرځای جان بولټن د ملي امنیت سلاکار ټاکلی دی.

جان بولټن په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر پاته شوی وو چې د ایران او شمالي کوریا خلاف د پوځي طاقت د استعمال پلوي دی.

بېګا ولسمشر ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه وویل چې ۵۵ کلن مکماسټر خپل کار ډېره په ښه توګه کړی او تل به یې ملګری وي. خو ویې ویل چې بولټن به د مکماسټر پرځای کار د اپرېل پر نهمه پيل کړي.

۶۹ کلن بولټن چې د پخوانیو ولسمشرانو رونالډ رېګن، جارج ایچ ډبلیو بوش، جارج ډبلیو بوش په انتظامیو کې کار کړی دی، په ایران کې د رژیم د بدلون حمایت کوي.

بولټن د ایران او نړۍ د ۶ طاقتورو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۵م کال اټومي موافقې باندې سخت تنقیدکوونکی دی.

بولټن په وروستیو کې پر ټویټر پاڼه ویلي ول، پکار ده چې دغه تړون لغوه شي.

ولسمشر ټرمپ هم د تړون خلاف کمپاین کړې و او د ختمولو ژمنه یې کړې وه خو بیا د واک په لومړي کال کې هغه د مکماسټر خبره واوریده او دغه ګام يې و ځنډولو.

د ولسمشر ټرمپ لخوا له دندې لیری کړل شوی د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ریکس ټیلرسن هم د تړون په ځای ساتلو په حق کې و.

تېره اوونۍ د ټیلرسن په لیری کولو او د هغه پر ځاي د امریکا ساتخباراتي ادارې سي ای اې مشر مایک پامپیو راوستو وروسته ولسمشر ټرمپ داسې اشارې ورکړي چې د ایران په اړه خپلو ژمنو پوره کولو ته لیواله دی.

د ایران په حواله د پلانونه په اړه د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۲۱مه وویل چې و به کتل شي چې دای څه کوي.

په اول سر کې ولسمشر ټرمپ د فاکس نیوز کمنټیټر بولټن د بهرنیو چارو وزیر د دندې لپاره منتخب کول غوښتل خو بیا په کانګریس کې د ډیموکریټ ګوند غړیو د بولټن د ټاکلو مخالفت وکړ او ویې ویل ښايي سېنېټ به یې منظور نه کړي.

د ولسمشر تر اعلان وروسته د ډیموکریټ ګوند یو سنېټر جیک ریډ وویل چې دا یوه عاقلانه فیصله نه ده. نوموړي وویل ښايي بولټن د دغه دندې لپاره غوره تن نه وي.

د ټرمپ له جنرال مک ماسټر سره په دې خبره اختلاف مخې ته راغلو کله چې تېره اوونۍ د ولسمشر لخوا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له دندې د لیری کولو پس مک ماسټر دا خبره وکړه چې له انتظامیې به ووځي.

۵۵ کلن مک ماسټر ویلي ول چې په راتلونکي اووړي کې به له خپل کاره ریټایر شي.

نهه شپیته کلن بولټن د مارچ په سر کې له ولسمشر ټرمپ او د سپینې ماڼۍ چیف اف سټاف جان کیلي سره لیدلي ول. په دغه لیدنه کې دوی پر شمالي کوریا او ایران غږیدلي ول. بولټن د ۲۰۱۵م کال د ایران اټومي لوظنامې هم مخالف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG