د لاسرسي ځای

تازه خبر

بولټن: امریکا د ایراني حکومت پرځول نه غواړي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، امریکا د ایراني حکومت پرځول نه غواړي بلکې واشنګټن غواړي چې د تهران چارواکي خپل چلند بدل کړي.

نوموړي د اګست پر ۲۲مه په بیت المقدس کې خبري غونډې ته وویل، دا سپینوي چې د ایراني رژیم بدلول امریکايي تګلاره نه ده البته غواړي چې د رژیم په کړه وړه کې لوی بدلون راشي.

بولټن په تېرو وختونو کې امریکايي حکومت ته وړاندیز کړی وو چې د ایراني حکومت د بدلون هڅه وکړي خو په مې میاشت کې یې وویل چې دا کار د ولسمشر ټرمپ د ادارې د پالیسۍ برخه نه ده.

بولټن نن دا خبرداری هم ورکړ چې که د شامي ولسمشر بشارالاسد ځواکونو په ادلېب ولایت کې په عملیاتو کې کیمیاوي وسلې وکارولې نو امریکا به ډېر قوي غبرګون وښيي.

بولټن له رویټرز خبري اژانس سره په یوه جلا مرکه کې چې نن سهار خپره شوې، ویلي چې له روسیو چارواکو سره د شام د کورنۍ جګړې په اړه په راتلونکو خبرو کې به له شامه د ټولو ایرانیو ځواکونو د ایستلو هڅو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG