د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي: افغان سوله د پاکستان پرته ممکنه نه ده


پراګ - د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي چې هغه تر څه حده امريکايي چارواکو ته په دې باور ورکولو کې بريالی شوی چې په افغان سوله کې د پاکستان پرته پرمختګ نه شي کېدای.

نوموړي دا خبره پرون [چارشنبه] په واشنګټن ډي سي کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه. هغه زياته کړه، پاکستان نه غواړي چې له امريکا سره يې اړيکو ته د افغانستان له عينکو وکتل شي بلکې دوی له امريکا سره د ملګرتيا ۷۰ کلن تاريخ لري.

''زه په تېرو څو ورځو کې امريکايي چارواکو ته په دې باور ورکولو کې تر يو څه حده بريالی شوی يم چې د پاکستان [ د مرستې] پرته پرمختګ ممکن نه دی او له پاکستانه د پرمختګ تر لاسه کولو لپاره بايد ملګرتيا رامنځ ته شي. له فشارونو او تورونو څخه ستونزې او اړيکې خرابېږي خو رغېږي نه.''

قرېشي له دې وړاندې د سې شنبې پر ورځ په واشنګټن ډي سي کې د دې هېواد د ملي امنيت له سلاکار جان بولټن او د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره ملاقاتونه کړي ول او پر افغان سولې، دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزې اوضاع يې خبرې کړي وې. دا چې امريکا ته د قرېشي سفر او هلته له لوړ پوړو چارواکو سره د نوموړي ليده کاته د دواړو هېوادونو تر منځ روانې ترينګلې اړيکې تر کومه حده رغولای شي؟

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو ښوونکی پروفېسر ډاکټر اعجاز خټک وايي چې په افغان سوله کې د پاکستان ارزښت پر خپل ځای شته خو پر بېلا بېلو چارو د دواړو هېوادونو تر منځ د نظر اختلاف پرځای پاتې دی.

''امريکا او پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې پر لارو چارو مخکې هم اختلاف درلود او اوس يې هم لري. دا خبره چې د دوی په اړيکو کې به څه پرمختګ وشي، د دې ډېرې واضح اشارې نه ښکاري. زما په فکر دا زيات سياسي بيان دی چې خلکو ته دا ووايي چې ګواکې زموږ اهميت زيات شو.''

دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اختلاف مهم لامل څه دی؟ ډاکټر اعجاز خټک زياتوي چې امريکا غواړي چې پاکستان د هغو ترهګرو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي چې د پاکستان خاوره کاروي خو پاکستان بيا دا نظر لري چې دوی تر خپل وس زيات کار کړی دی او په دې جنګ کې يې تر ټولو زيات خلک نيولي دي او اقتصاد يې پکې زيانمن شوی دی.

''امريکا دا دريځ لري چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل زور نه لګوي او پر ځېنو خلکو يې سترګې پټې کړي دي، په ځانګړې توګه حقاني شبکه او داسې نور.''

امريکا او افغانستان په وار وار پر پاکستان دا تورونه پورې کوي چې پر خپله خاوره يې ترهګرو ته خوندې پټنځايونه ورکړي او طالبان په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمسوي خو پاکستان بيا تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې له امريکايي چارواکو سره ليده کاته کړي دي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت هم له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي دي او غواړي چې روانې شخړې ته د پای ټکی کښېږدي.

په ورته حال کې نن [پنجشنبه] د افغانستان لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت نوی ټاکل شوی مشاور زلمی خليلزاد د افغانستان او پاکستان ۱۰ ورځنی سفر پېلوي.

XS
SM
MD
LG