د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان د جوړجاړې خبرې تشې خبرې دي'


د امريکا دفاع وزارت په روانه اونۍ کې په يوه رپوټ کې د دفاع وزير او د ځواکونو ګډ مشر له لوري د ملګرو هېوادونو سفرونو، چې په کې پاکستان هم شامل ول، خلاصه وړاندې کړې ده. په دې کې ويل شوی چې د دې سفرونو مقصد اېتلافونه جوړول او پرځای ساتل وو.

په راپور کې راغلي چې پاکستان بايد د افغانستان هواري برخه وی او زیاتوي چې په روانه مياشت کې د امريکايي ځواکونو ګډ مشر د اسلام اباد سفر ځکه کړی وو چې پاکستان د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ مهم کردار دی.

د روانې مياشت په لومړۍ اونۍ کې د امريکا بهرنيو چاور چارو او امريکايي ځواکونو ګډ مشر د اسلام اباد سفر کړی وو.

د پاکستاني او امريکايي چارواکو ملاقاتونو وروسته د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي خبري کانفرس پرمهال ويل و چې دواړه خوا په اړيکو کې د ځنډ په ليرېکولو سلا شوي دي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه طلعت مسعود وايي امريکا دا فکر کوی چې پاکستان د افغانستان مسلې هوارولو لپاره هغه شان کردار نه ادا کوي چې څنګه یې دوی غواړي.

''د دوی مقصد دا دی چې طالبان خبرو اترو ته مجبوره کړي او خپل دريځ نرم کړي. که چېرې پاکستان داسي نه شي کولی نو بيا دې پټنځايونه هم نه ورکوي او د دوی خلاف دې کاروايي وکړي. خو پاکستان تر يو حده پوري دا کار کولي شي.''

کارپوه طلعت مسود زياته کړه چې پاکستان له امريکا د ښو اړيکو تمه لري او که چېرې په دې کې ښه والی نه راځي نو له نورو هېوادونو لکه چين، روس او سعودي عرب سره همکاري نوره هم زياتولی شي. خو په اسلام اباد کې پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي پاکستان او امريکا دواړه په افغانستان کې د خبرو تر حده ښې خبرې کوي خو پر هغه په عمل کولو متفق نه دي.

پخواني سفارتکار اياز وزير زياته کړه چې امريکا له پکار ده چې د افغانستان مسلې حل کې د ټولو خواو اندېښنې لیرې کړي. بلخوا د افغان چارو پوه سميع يوسفزی وايي چې پاکستان لپاره اسان کار نه دی چې د طالبانو خلاف کاروايي وکړي او يا خبرو اترو ته یې کښېنوي.

ده زياته کړه چې پاکستان بايد د مسلي هوارولو لپاره خپل کردار ولوبوي.

سميع يوسفزي زياته کړه چې د افغانستان په اړه د پاکستان زړه پالیسۍ کې د بدلون امکان نه شته. خو د سېيپټمبر پر ۱۵مه د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي خپل لومړنی سفر کابل ته وکړ او له افغان چارواکیو سره تر لیدو وروسته وويل چې افغان چارواکیو د عمران خان پر نوي منتخب حکومت د باور کولو اظهار وکړ.

XS
SM
MD
LG