د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې یوسفزۍ انځور د لندن ګالرۍ برخه


د نوبېلوالې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي په دوشنبه پر خپل ټویټر کښلي چې د ملالې انځور د برتانیا نېشنل ارټ ګالري برخه شو.

نوموړی کاږي د انځورګرې شېرین نشاط په لاسونو کښلي انځور باندې د پښتو د یوه وتلي انقلابي شاعر رحمت شاه سایل یو نظم چاپ شوی چې د ملالې یوسفزۍ په ویاړ یې پر هغې تر برید ډېر مخکې لیکلی وو.

د انځورګرې شېرین نشاط په ستاینه ښاغلي یوسفزی لیکي چې د هغې د هنر دغه خیالوره ټوټه غښتلتیا، زغم او ننګ انځوروي.

د نړۍ ګڼو انځورخانو (ارټ ګالریانو) د ملالې یوسفزۍ په باب کښل شوې هنري ټوټې خپلې کړې دي.

۲۱ کلنه نوبېلواله ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ م کال په سوات کې وسله والو په یوه برید کې ژوبله کړې وه چې وروسته یې د برتانیا په برمنګم کې درملنه وشوه. هغه هلته دا مهال په اکسفورډ پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG