د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید ماته کړم. ملاله یوسفزۍ


. ملاله یوسفزۍ

د نوبل جایزې وړونکې ملالې یوسفزۍ په پلازمېنه کابل کې پر افغان ولس د ترسره شوي خونړي برید غندنه کړې او دا یې "غیر انساني" او "ظالم" بللی دی. د چهارشنبې په ورځ د کابل وزیر اکبر خان په ډیپلوماټیکه سیمه کې ترسره شوي موټر- بم برید تر ۹۰ زیات کسان وژلي او تر۴۰۰ ډېر یې ژوبل کړل.

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ په په خپل خپاره کړي پېغام کې ویلي چې د کابل برید ماته کړې ده. او ویلي یې دي په کابل کې له خپلو هغو خویندو او وروڼو سره ترڅنګ ولاړه ده چې د ترهګرۍ پرضد متحد دي. او زیاتوي چې "موږ ټول باید د سولې لپاره یوموټي شو."

انېګلا مېرکل

د جرمني وزیر اعظمې انګېلا مېرکل د افغانستان پلازمېنه کابل کې د خونړي برید په غبرګون کې وویل، دې برید وښودله چې ترهګري پوله نه لري.

انګېلا میرکل
انګېلا میرکل

مېرکل په خپلو څرګندو کې وویل، په کابل کې د دوی سفارت ته نېږدې زورورې او وحشتناکې چاودنې پر ټولو اغېز کړی دی.

نوموړې دا څرګندونې د چارشنبې ورځ د جرمني په نورمبرګ ښار کې په خپله وینا کې کولې:

"د کابل له پېښې ښکاري چې ترهګري پولې نه‌پېژني، ترهګري پر موږ ټولو حمله کوي او له مانچېسټره تر استانبوله، له پاریسه تر سېنټ پټرز بورګه او تر کابله یې موږ ټول‌ هدف یو. موږ ګړد په دې وحشت خواشیني او متحد یو. ټول هغه ولسونه چې په قانون، ازادي او انساني کرامت باور لري د دې وحشت پرضد له اروپا تر امریکا له افریقا تر افغانستانه یوموټي دي او پروړاندې یې مبتارزه کوي. بې له شکه به د ترهګرو پرضد جګړه جاري وساتو او ګټو به یې. "

  • ناټو

په افغانستان کې د ناټو ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د ملکیانو په وړاندې د پوره بې‌پروایۍ ښکارندوی او د دښمنۍ وحشي طبیعت دی چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې دا برید د دښمنانو ریا کاري ښیي چې ادعا کوي یوازې افغان او بهرني امنیتي ځواکونه په نښه کوي، خو له‎دې سره سره د بې‎ګناه ملکي خلکو وژنې ته دوام ورکوي.

د ناټو اعلامیه زیاتوي:

"موږ د افغان امنیتي ځواکونو، په تېره بیا د افغان پولیسو زړورتیا ستایو چې په لومړیو شېبو کې د پېښې د قربانیانو سیمي ته د مرستې لپاره ورسېدل."

تر دې وړاندې د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې د نن سهار برید په کلکه غندي او د پېښې له قربانیانو سره‌یې خواخوږي ښودلې ده.

سټولټنبرګ ویلي چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

  • هند

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا پېښه په کلکه غندي او د پېښې له قربانیانو سره‌یې خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي موډي لیکلي چې هند د ترورېزم پر وړاندې هر ډول مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

دی وایي، هغه ځواکونه چې له ترورېزمه ملاتړ کوي باید ماته ورکړل شي.

په کابل کې د هند سفیر منپریت واهرا ویلي چې دا چاودنه په کابل کې د هند سفارت ودانۍ په سل مترۍ کې شوې ده، خو وایي د دې سفارت ټول کارکوونکي خوندي دي.

د سفیر په خبره د نورو ودانیو تر څنګ د هند سفارت په ودانۍ کې ښیښې او دروازې ماتې شوې دي.

  • پاکستان

پاکستان د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د نن سهار چاودنه په یوې اعلامیه کې غندلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:

"دا ترورېستي برید چې د ډېرو کسانو د وژنې او ټپي کېدو سبب شوه غندو. موږ په دې غمجنه شېبه کې له خپلو افغان وروڼو سره یو."

  • ایران

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا چاودنه په کلکه غندلې ده.

د دغه وزارت ویاند بهرام قاسمي نن ویلي چې ایران به تل په سختو حالاتو کې د ګاونډي افغانستان تر څنګ ودرېږي.

قاسمي وایي، ترورېستي بریدونه چې هر ځای وي، د هرې ډلې له‌خوا او په هره پلمه، وحشي او د شرم وړ عمل دی چې باید په کلکه وغندل شي.

  • امریکا

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو د دې پېښې د غندلو تر څنګ دا یوه وحشیانه او د شرم وړ عمل بللی دی.

د امریکا سفارت لیکي ترورېستان د انسانانو ژوند ته ارزښت نه‌ورکوي او دا چاودنه په افغانستان کې له سوله‌ییزې راتلونکې سره د هغوی تقابل ښیي.

  • چین

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل نننۍ پېښه غندلې ده.

د دغه وزارت هوا چو نینګ نن خبریالانو ته وویل چې هېواد یې د کابل د نننۍ برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.

هوا وایي، د چین حکومت حالات تر غور لاندې نیسي او د لا ډېرو امنیتي اقداماتو په اړه به غور وکړي. په کابل کې د چین سفارت ودانۍ په دې چاودنه کې لږ تخریب شوې خو د سفارت کارکوونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

  • جاپان

دغې چاودنې همداراز په کابل کې د جاپان سفارت ښیښې هم ماتې کړې دي. د جاپان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې برید کې د دې سفارت دوه کارکوونکي سطحي ټپیان شوي دي.

  • جرمني

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابرېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په کابل کې د جرمني سفارت څو تنه کارکوونکي ټپیان شوي او د دې سفارت یو ساتونکی وژل شوی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر لیکلي دغه برید هغو کسانو ته زیان رسولی چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره هلته کار کوي.

  • ترکیه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي په کابل کې د ترکیې سفارت د ودانۍ یوه برخه تحریب شوې ده، خو کارکوونکي یې روغ رمټ دي.

  • فرانسه

په فرانسه کې د اروپایي ټولنې د چارو مشر ماریلا دې سارنز یوې سیمه‌ییزې راډیو ته ویلي چې په کابل کې د فرانسې او جرمني سفارت ته څېرمه دا پېښه شوې او تر اوسه د فرانسوي قربانیانو په اړه څه نه‌ښکاري.

  • امنسټي انټرنېشنل

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل هم د کابل د نن ورځې خونړۍ پېښه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG