د امریکا پوځ د سېپټمبر پر۲۸مه تائید کړه چې د دې هېواد اېف ۳۵ ډوله نوې جنګي جیټ الوتکې په افغانستان کې خپل لومړنۍ جنګي ماموریت په کامیابۍ سرته رسولی دی.
ملټري ټایمز ورځپاڼې د امریکا د سمندري ځواکونو په حواله ویلي دي چې ایف ۳۵ الوتکې د پنجشنبه په سهار په افغانستان کې یو هدف په کامیابۍ سره له مینځه یوړل.
امریکايي چارواکو ویلي چې دې الوتکې د افغان امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله والو ترمنځ د جګړې پر مهال د هوايي ملاتړ عملیات کړي دي.
د امریکا پوځ په داسې وخت کې په افغانستان کې نوې جنګي الوتکه ازمايي چې ملګرو ملتونو سږ کال د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو د مرګژوبلې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.