د ستمبر ۲۹مې په سهار نهه نیمې بجې په خوست کې د ولسي جرګې د یونوماند عبدالولي اخلاص په موټر پسې بمي چاودنه شوې ده.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې یاده چاودنه د خوست ښار پروژې پل
سره نېږدې شوې او له کبله يې یوه ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل ځای پر ځای
شوي وو، کله چې د نوماند ګاډی ورنېږدې شو، نو چاودنه رامنځته شوه.
په دې پېښه کې نوماند او ساتونکو ته يې زیان نه دی رسېدلی.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.