د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله: د جينکو د تعليم په برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوم


ملاله يوسفزۍ په اسلام اباد کې وينا کوي
ملاله يوسفزۍ په اسلام اباد کې وينا کوي

پراګ - د تعليم نړيوالې مبارزې ملالي يوسفزۍ ويلي دي چې هغه به په پاکستان کې د جينکو د تعليم په برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي او مېرمنو د حقونو لپاره به خپل غږ پورته کوي. نوموړي دا خبره د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له بېلا بېلو سيمو څخه راغليو ښځينه فعالانو سره د ملاقات پر وخت وکړه.

ملاله پنځه نيم کاله وروسته د پنجشنبې پر ورځ پاکستان ته لاړه او نوموړې به هلته څلور ورځې تېروي.

ملاله يوسفزۍ د پاکستان له وزيراعظم او د خپلې کورنۍ له غړو سره
ملاله يوسفزۍ د پاکستان له وزيراعظم او د خپلې کورنۍ له غړو سره

د خېبر پښتونخوا له سوات سره اړه لرونکې د تعليم نړيواله مبارزه او د سولې نوبيل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ له خپلې مور، پلار او وروڼو سره يو ځای د پنجشنبې پر ورځ سهار وختي د اسلام اباد پر هوايي ډګر کوزه شوه. د هغې په وياړ په همدغه سهار د پاکستان وزيراعظم دفتر کې غونډه جوړه شوې وه. پر دې مهال ملالې وويل چېتل یې دا ارمان وو چې خپل وطن ته ستنه شي.

((نن زما د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ ده چې زه بېرته خپل وطن ته راغلې يم او پر خپله خاوره ولاړه يم. له خپلو خلکو سره وينم او دلته چې څومره هم پښتانه دي او مېلمانه راغلي دي، هغوی ته سلام وايم او مننه يې کوم.))

ملالې زياته کړه چې عمر يې ۲۰ کاله دی خو په ژوند کې له ډېرو تجربو سره مخامخ شول چې يوه يې په ۲۰۱۲م کال کې پر دې وسله وال بريد و.

د دې د هرکلي لپاره جوړې شوې غونډې ته د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وويل چې ملاله د پاکستان وياړ ده او هغه ډېر خوشحاله دی چې د ملالې هرکلی کوي.

((ملالې! ته چې کله تللې نو ماشومه وې، اوس چې راغلې نو په نړۍ کې د پاکستان تر ټولو نامتو وګړې يې. دا ستا کور دی ته چې کله هم راځې نو راتلی شې. ستا امنيت پر موږ فرض دی.))

په وزيراعظم دفتر کې د هرکلي له دستورې وروسته ملالې د حقونو له يو شمېر مبارزه کوونکو او ښځينه فعالانو سره وليدل. په دوی کې يوه ګلالۍ اسماعيل وه چې د جينکو د پوهاوي لپاره کار کوي. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې ملالې د پاکستان له بېلا بېلو برخو د شاوخوا ۲۵ ښځينه فعالانو سره د ملاقات پر مهال د خوشحالۍ او ډاډ څرګندونه وکړه.

((ملالي وويل چې زه کله دا دومره ډېرو ښځو ته ګورم نو زه هيله منه کېږم چې په پاکستان کې به د جينکو ژوند هرومرو بدلېږي.))

ګلالۍ اسماعيل زياته کړه چې هغه په مجلس کې د جينکو پر تعليم بيا ټينګار وکړ چې دا د ښځو د بااختياره کولو لپاره ډېر اړين دی.

ملاله په ۲۰۱۶م کال کې په لبنان کې له سوريايي کډوالو ماشومانو سره
ملاله په ۲۰۱۶م کال کې په لبنان کې له سوريايي کډوالو ماشومانو سره

ملالې د وينا پر وخت زياته کړه چې د نړۍ پر نورو هېوادونو سربېره هغې په پاکستان کې د تعليم په برخه کې څه باندې شپږ ميليونه ډالره خرڅي کړي دي او په راتلونکې کې به هم دې مبارزې ته دوام ورکوي.

ملاله يوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه په مېنګوره کې هغه وخت وسله والو طالبانو په ډزو وويشته کله چې د نورو ماشومانو جينکو سره يو ځای په ګاډي کې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه. په پاکستان کې له څو ورځو له درملنې وروسته هغه د تداوي لپاره د برتانيېبرمنګم ښار ته يووړل شوه چې بيا له خپلې کورنۍ سره يو ځای هم هلته پاتې شوه.

XS
SM
MD
LG