د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر ۱۱ تنو ته د مرګ سزا کره کړه


د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د ۱۱ کسانو د مرګ سزا کره کړه چې دوی یې ترهګر بولي.

نن (جمع) د پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي ار په جاري شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغوی پر وسله والو ځواکونو، قانون نافذوونکو باندې په بریدونو، د یوې تعلیمي ادارې ویجاړولو د بریدونو او د بې ګناه ولسي وګړيو په وژنه ککړ ول.

د خبرپاڼې له مخې هغوی د ۶۹ شپېتو کسانو په وژنه ککړ ول چې ۴۹ پکې ولسي وګړي، ۲۰ تنه عسکر او پولیس چارواکي شامل دي او ورسره ۱۴۸ نور یې په بریدونو کې ژوبل شوي هم دي. له دغو کسانو وسله هم ترلاسه شوې وه.

د دغه سزاوارو پروړاندې په پوځي عدالتونو کې کاروايي روانه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG