د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې لېویز نایب صوبیدار فراز خان وژل شوی

نن سهار د باجوړ په واړه ماموندو کې په یوه وسله وال برید کې د لېویز ځواکونو نایب صوبیدار فراز خان وژل شوی دی. نوموړی نن سهار په دغه سیمه کې یوه ځايي روغتون ته د ګوزڼ مخنیوي کارکونکيو له ورغلی وو چې په واپسۍ کې پرې برید شوی.

د باجوړ ضلعې د ډپټي کمشنر دفتر مشال راډیو ته وویل چې نایب صوبیدار د واړه ماموندو د ډبرشا کلي په یوه صحي مرکز کې د پولیو کارکونکیو د امنیت ساتنې لپاره د ټیمونو ګومارلو وروسته خپلې پوستې اړخ ته روان شوچې پر لار ورباندې وسله والو ډزې وکړې او د ګولیو له لګیدو سره ووژل شو.

د دې پېښې زمه واري لا هم چا نه ده منلې.

یاده دې وي چې د ماموندو په شمول د باجوړ په بېلا بېلو سیمو کې موده وړاندې داسې پېښې شوې چی پکې د لېویز ځواکونو، پولیو ضد کارکوونکیو او د سیمی د امن لښکرو په شمول حکومت پلوه مشران او عسکري غړي په نخښه شوي دي.

خو له څه مودې پس نن یو وار بیا د پولیو مخنیوي کمپاین کی د لیویز غړې په نخښه شوې. د پخوانیو پیښو زمه واري هغه وخت وسله والو طالبانو منلې خو د اوسنۍ هغې زمه واري لا هم چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG