د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښین – وزیرستان پېښې: ۶ عسکر او ۴ وسله وال وژل شوي


د اسسټنټ کمشنر امیر زمان کاکړ ګاډی
د اسسټنټ کمشنر امیر زمان کاکړ ګاډی

له کوټې نږدې ۵۷ کلومیټره لیرې شمال پلو په پښین ښارګوټې کې پر لېویز ځواک له یوې بمي چاودنې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د لېویز ځواک رسالدار مېجر علي محمد مشال راډیو ته وویل چاودنه نن نن غرمه (جمعې ورځ) پر پښین باي پاس کوټې ته پر لار د اسسټنټ کمشنر امیر زمان کاکړ له ګاډي سره نزدې وشوه خو هغه پکې په خپله موجود نه وو.

نوموړي زیاته کړه داسې ښکاري چې باروت په یوه موټر سایکل کې ایښودل شوي ول او چاودنه یې په ریموټ کنټرول شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

بل پلو په شمالي وزيرستان کې پرون (پنجشنبه) په يوه نښته کې درې پوځيان او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) بېګا په يوه بيان کې وويل امنيتي ځواکونو د چارشنبې پر ورځ د شمالي وزيرستان په همځوني خټې کلي کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول.

ځايي خلک او عسکري ذرایع وايي چې په دغه موقع وسله والو پر پوځ ډزې وکړې او درې تنه یې مړه او دوه یې ژوبل کړل بیا په یاد کلي کې د عملیاتو پر مهال پوځ د وسله والو د یو ځايي کمانډر پشمول څلور تنه وژلي دي.

وسله والو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې ورستیو کې په شمالي وزیرستان کې یو شمېر هدفي وژنې او بمي چاودنې شوي چې پکې ځوانان، مشران او امنیتي ځواکونه په نښه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG