د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحانی: د خوزستان برید د عرب توکمو بېلتونپالیو کار دی


حسن روحاني
حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خوزستان ولایت کې وروستۍ برید د عرب توکمو بېلتوپالیو کار وباله.

هغه وویل، د خلیج یو هېواد د دوی ملاتړ کوي:

"موږ ته بیخي واضحه ده چې دا کار چا کړی دی، کومه ډله ده، په چا پورې تړلې ده. د خلیج فارس یو جنوبي هېواد هم دوی په وسلو سمبالوي او دوی مالي او سیاسي مسایل یې پر غاړه اخېستي."

روحاني په یکشبه دا هم وویل چې د خلیج وړو هېوادونو ته د امریکا ملاتړ ترلاسه دی.

د شنبې په ورځ په اهواز کې یوه وسله‎وال برید د سپاه د ۱۲ غړیو په ګډون ۲۵ کسان ووژل او شپېته نور یې ژوبل کړل.

امریکا او ملګرو ملتونو دا بریدونه غندلي او امریکا د ایران تورونه هم بې ځایه بللي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG