د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د روسي جنګي الوتکې په نسکورېدو ۱۵تنه وژل شوي


ورسي الوتکه.
ورسي الوتکه.

د روس دفاع وزارت وايي، د شام هوايي ځواک په غېر ارادي ډول يوه روسي څارګره الوتکه ويشتلې او ۱۵ کسه پوځي عمله يې پکې وژلې ده.

روسانو د دې کار لپاره اسرايل ملامته کړی چې د دوی د خطرناک حالت جوړولو له کبله دا پېښه شوې ده.

د روس دفاع وزارت وياند ايګور کوناشينکوف نن د سېپټمبر په ۱۸مه وويل چې د اسرايلو وروستئ کړنې غېر زمه وارانه دي.

دا لوتکه هغه وخت تېره ورځ له راډاره ورکه شوه چې اسرايلو ايف ۱۶ جازونو په لتاکيا صوبه کې د شامي پر تنصيباتو بمباري وکړه.

د يادونې ده چې د شام په جګړه کې روس د ولسمشر بشارالاسد کلک ملاتړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG