د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: په لوېدلې روسۍ الوتکه کې ۳۹ کسان وژل شوي


د روس دفاع وزارت وايي، د دوی یوه مال وړونکې الوتکه په شام کې لوېدلې ده او پکې سپاره ۳۹ کسان وژل شوي دي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، دا پېښه د سېشنبې په ورځ لاتیکا نومي ښار ته نژدې هغه مهال رامنځ ته شوې چې الوتکه کښته کېدله.

دوی وايي، په وژل شویو کې ۳۳ پوځي چارواکي او شپږ د الوتکې کارکوونکي دي.

روسيو چارواکیو تر دې وړاندې د وژل شوو شمېر ۳۲ ښودلی وو.

روسي چارواکي وايي غالب ګمان دا دی چې الوتکه د تخنیکي خرابۍ له امله لوېدلې ده.

روسي رسنیو د چارواکو له خولې ویلي چې په هغه سیمه کې داسې خبرونه نه دي ورکړل شوي چې ګواکې پر دې الوتکه برید شوی وو.

د روس د پلټنو کمېټۍ ویلي چې د دې پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG