د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د ناامنیو په اړه پرېکړه لیک منظور کړی


د بلوچستان اسمبلۍ ارشیف انځور
د بلوچستان اسمبلۍ ارشیف انځور

کوټه ـ د سېپټمبر پر ۲۲مه، د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد له لارې غوښتنه وشوه چې حکومت دې په کلا سیف الله او پښین کې پر لېویز سرتېرو برید کونکي زر تر زره ونیسي.

په اسمبلۍ کې قرارداد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازي نصرالله زیري وړاندې کړ او ویې ویل، په صوبه کې د امنیت وضع ډېره خرابه شوې ده، پر لېویز ځواکونو د بریدونو له وجې خلک د غصې او وېرې ښکار دي.

د سېپټمبر پر ۱۴مه په پښین کې د اسېسټنټ کمېشنر پر ګاډي ځانمرګی برید شوی وو چې په نتیجه کې یې د لېویز ځواک درې سرتېري وژل شوي ول.

د سېپټمبر پر ۱۷مه په کلاسیف الله کې د لیویز یو سرتېری وژل شوی وو.

همدارنګه د سېپټمبر پر ۱۹مه درې نور لېویز سرتېري په هدفي وژنه کې په نښه شوي وو.

د خالي پر ورځ په بلوچستان اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند اصغر اڅکزي وویل، چې په صوبه کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی نه وي، تر هغو په بلوچستان صوبه کې د پرمختګ کارونه نشي تر سره کېدای.

نوموړي زیاته کړه، پکار دي چې حکومتي استازي پښین او کلاسیف الله ته ورشي او له اغېزمنو کورنیو سره لاس امداد وکړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سلیم کوسه د اسمبلۍ غړو ته د وینا پر مهال وویل، د یادو پېښو د غندنې ترڅنګ پلټنې هم شوي چې تر ډېره پکې پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د وژلو سرتېرو کورنیو ته به نغدې معاوضې او د کورنیو غړو ته به یې ملازمتونه ورکول کېږي.

وروسته اسمبلۍ ته وړاندې شوی قرارداد په ګډه منظور شو او دا هم وویل شول چې پر دې موضوع به د روانې میاشتې پر ۲۵مه نېټه په اسمبلۍ کې نور بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG